د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په سیمو پاکستان توغندي توغولي: کرزی


افغان ولسمشر حامد کرزي پر پاکستان تور پورې کړی دی چې د تېرو درو اوونیو پر مهال یې د هېواد پر مشرقي ولایتونو ۴۷۰ راکټونه ورولي دي.

د افغانستان سرحدي چارواکي وايي بریدونه د کونړ او ننګرهار ولایتونو په هغو ځایونو کې شوي دي چې ترې د ناټو ځواکونه وتلي دي. چارواکي وايي دا ځایونه اوس پاکستانیو طالبانو ډک کړي دي او ملکي وګړو سیمه پريښې ده.

کرزي په خپل بیان کې اشاره ورکړې ده چې د هغې خوا د حکومت ځواکونه د دې بمبارۍ لپاره پړ دي او دا چې ((دا بریدونه باید سمدستي ودرول شي.)) هلته ناټو ویلي د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د بریدونه پر مهال د دوی پینځه سرتېري وژل شوي دي.

ناټو وايي بریدونه د افغانستان په غربي، جنوبي او مشرقي سیمو کې شوي دي. ناټو په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی. د دې پینځو پوځیانو له وژنې سره د روانې میاشتې پر مهال د وژل شویو بهرنیو سرتېرو شمېر ۵۳ ته رسېدلی دی.

د روان میلادي کال پر مهال له ۲۰۰ زیات بهرني سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG