د لاسرسي ځای

تازه خبر

القاعدې د پاکستان په امنیتي ادارو کې نفوذ کړی


راولپېنډۍ: د پاکستان د ځواکونو د کور کمانډارنو غونډه، د روان زېږیز کال د مې پینځمه.
راولپېنډۍ: د پاکستان د ځواکونو د کور کمانډارنو غونډه، د روان زېږیز کال د مې پینځمه.
ژباړه: اسرار عالم مومند، مشال راډیو
لیکواله: فرحت تاج
سرچینه: ډېلي ټایمز


د پاکستان د انګرېزي ژبې په ورځپاڼه ډېلي ټایمز کې د پېښور پوهنتون د پخواني استاذې او د سیاسي و قبایلي چارو د شنونکې فرحت تاج مقاله خپره شوې ده. ليکواله وايي: ((تر هغو چې د پاکستان پوځي جنرالان د جهاد ناسمه بڼه وړاندې کوي، او د سليم شهزاد په شان ريښتیا ښکاره کوونکي خبریالان او قبایلي مشران وژل کېږي، نو تر هغه وخت پورې به پاکستان جهادي دولت وي.))

فرحت تاج وايي: ((د وژل شوي خبريال سليم شهزاد له ليکنو دوه خبرې مخې ته راغلې. وړومبی دا چې القاعده، پنجابي طالبان، افغاني طالبان او د وزيرستان ځايي طالبان ټول له یو بل سره ژوره ملګرتیا لري. دویمه دا چې، القاعدې د پاکستان په امنیتي ادارو کې نفوذ کړی دی. دا دا دواړه خبرې په پاکستان کې امنیتي حالاتو ته په کتو سره مخې ته راځي.))

په ډېلي ټایمز ورځپاڼه کې په خپرې شوې مقالې کې لیکل شوي، چې د دې هر څه لامل د پاکستان د سټراټیژیکي ژورتیا تګلاره ده چې له کبله یې د هېواد دننه په هر کچ مذهبي سختدریځي وده میندلې ده.

شنونکې فرحت تاج لیکي دا تګلاره د پاکستان پوځي جنرالانو د امنیت ګواښونو ته په کتو خپله کړې ده

لیکواله دا راز، د څه باندې ۱۰۰۰ قبایلي مشرانو او سیاستوالانو لخوا د منظورې شوې اعلامیې (د پېښور اعلامیه) په حواله لیکي چې، د سټراټیژیکي ژورتیا پالیسي یو پوره پس منظر لري. ((وړومبی دا چې په ملکي کچ، اسلامي نظریې ته بنیاد جوړ کړل شو. پر پوځي چاوڼیو د جهاد في سبیل الله (د خدای په لار کې جهاد) نعرې ولیکل شوې.))

لیکواله وايي لوی لوی ښارونه د ټانکونو، جنګي الوتکو او د چاغي د اټومي ازمېښتي چاودنو په یادګارونو سینګار کړل شوي دي. او دا په دې موخه چې یو جنګي ماحول جوړ کړل شي. نو ځکه د یوه پرمختللي هېواد پر ځای پاکستان جنګي دولت جوړ شو.

فرحت تاج لیکي پاکستاني پوځي جنرالانو دا ملک پوځي دولت خو جوړ کړ، خو د خپګان خبره دا ده چې دوی خپل روایتي دښمن هند ته نېغ په نېغه په مخامخېدو کې زړه نا زړه دي.

نوموړې لیکي پاکستانی پوځ د هندوستان او افغانستان دواړه پر ضد جګړه د مذهبي نظریې پر بنسټ کوي او د دې لپاره یې اورپکې ډلې جوړې کړې دي.

فرحت تاج کاږي چې په دې حیرانه شوه چې کله ورته قبایلي مشرانو وویل چې ترهګرې ډلې د پاکستاني پوځ غیر رسمي یونټې دي.

نوموړې د یوې قبیلي د یوه کس چې په ځانمرګي برید کې ژوبل شوی وو، له خولې لیکي: ((د اورپکو ټولې ډلې د پاکستان د ایسټیبلېشمنټ په لاسونو کې دي.)) یو بل قبایلي مشر بیا وايي: ((ترهګرې ډلې اوس د پاکستاني ایسټیبلېشمنټ په واک کې نه دي بلکې، د هم هغوی لپاره خطرناکې شوې دي.))

د ډېلي ټایمز ورځپاڼې په دې مقاله کې کښل شوي: (( له لسیزو راهیسې د دولت له لوري ساتل شوې سختدریځۍ د پاکستان په ټولنه کې خپل ځای جوړ کړی دی. او پوځ هم چې له دې ټولنې راغلی دی، د سختدریځۍ له اغېزه بې برخې او بچ نشي پاتې کېدای.))

لیکواله لیکي چې خبریال سلیم شهزاد دا خبره کوله چې د جهادي تګلارې له کبله القاعده د پاکستان په امنیتي ادارو کې نفوذ کړی دی او همداراز، ((جهاد في سبیل الله د القاعده او د پاکستان د پوځ ګډه نعره ده.))

پاکستاني سختدریځه که په ولسي کالیو کې وي او که په دریشي یا یونيفورم کې، القاعده ته یې نظریاتي او مالي مرستې ورکړې دي.

فرحت تاج د خپلې لیکنې په پای کې ځېنې پوښتنې کړې دي. وړومبۍ دا چې، لسیزې مخکې بهرني اورپکي ولې د پاکستان پر خاوره پرېښودل شول؟ دویمه دا چې، د شوروي اتحاد تر ماتې وروسته دا بهرني اورپکي ولې خپلو هېوادونو ته وا نه ستول شول؟ بله پوښتنه دا ده چې دې پروپېګنډې ته ولې دومره لمن ووهل شوه، چې د شوروي اتحاد پر ضد جګړې ته راغلیو اورپکو ته دې په قبایلي سیمو کې ودونه وشي او نشي کولای چې خپلو کورونو ته لاړ شي؟

فرحت تاج زیاتوي، استعماري ذهنیت لرونکو نړۍ دوکه کړه چې د القاعده اورپکه ډله د دولت پر ضد د قبایلو مېلمنه ده. د قبایلو کلتور نړۍ ته د سختدریځه هغه په توګه وښودل شو، خو برعکس پر دې د القاعده لوړپوړي مشران په لویو ښارونو کې نیول کېږي او له قبایلي سیمو تر کراچۍ، د القاعده پټنځایونه شته دي.
XS
SM
MD
LG