د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې دوه ترهګر نیول شوي



د امریکا د واشنګټن ایالت په سیاټل ښار کې دوه مشکوکه ترهګر نیول شوي دي.

د امریکا د انصاف او عدالت وزارت وايي د یوه کس نوم ابو خالد عبداللطیف دی چې د جوزف اېنتني په نوم هم پېژندل کېږي. همداراز، بل کس ولي مجاهد دی چې د فرېډریک ډومینیګ جونییر په نوم هم پېژندل کېږي. دې دواړو وسله اخیستې وه او په سیاټل کې یې پر یوه پوځي مرکز د برید چل جوړ کړی وو. دوی دواړه تېره ورځ د سیاټل یوه فېډرالي عدالت ته وړاندې کړل شوي دي او د دوی د مقدمې لومړنۍ اورېدنه به د جولای په اوومه نېټه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG