د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان او امريکايي چارواکو لفظي کشاله او دهغې اغیز




په دې وروستيو کې د افغانستان او د امريکا چارواکو په يو بل انتقادونه له افغانستان څخه د نيټو د ځواکونو د وتلو په لار کې لوړي ژوري په ګوته کوي.

د دواړه هيوادونو ترمينځ لفظي جګړه هغه وخت پیل شوه کله چې افغان ولسمشر حامد کرزي د تیري شنبی په ورځ په کابل کې يوي غونډی ته په وينا کې په اتحادي ځواکونو تورونه ولګول.

نوموړي وویل چې اتحادي ځواکونه په افغانستان کې خپلې ګټې لټوي.او د هغوی جنګي ټکټیکونه یې هم تر پوښتنو لاندي راوستل.

حامد کرزي وویل، افغانستان ته چې کومي مرستي ورکول کیږی د هغه په مقابله کې بهرنیان له دې هیواده څخه سل چنده زياته ګته وړي.

د افغان ولسمشر حامد کرزۍ ددي خبرو يوه ورځ وروسته په کابل کې د امریکا سفير کارل ایکنبري دا خبري تکلیف رسونکې او نا مناسبه و بللې.

کارپوهان فکر کوي چې د دواړو هیوادونو د مشرانو په ښکاره داسي خبري کول د خرابو اړيکو څرګندويي کوي.


د افغان پارليمان غړی ګل بادشاه مجيدي وايې چې د نړیوالو ځواکونو په اړه د حامد کرزي ځیني شکایتونه افغانان رښتيا بولي خو نوموړی وايې چې داسي خبري بايد ښکاره نه بلکه د پړدو شاته وشي.

دی زياتوي د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې د حامد کرزي خبرې د کابل دښمنانو ته ګټه رسولی شي، ما په واري واري ويلي چې موږ د لته د غربي هیوادونو په تيره بيا د امريکا موجودګي ته ضرورت لرو. په تيرو درې لسيزو کې د ګاونډيانو د ورانونکو پاليسيانو له وجي د دوی موجودګي ضروري ده٬٬

دده په وینا که بهرني ځواکونه دلته نه وي نو افغانستان جغرافيايي پيوستون ته را وړاندي چيلنجونه به هم دغسي دوام ولري.

ښاغلي مجیدي زياته کړه چې د بهرنیو ځواکونو ژر وتنه به افغانان له مصیبتونو سره مخامخ کړي او افغانستان به په صوبو کې و ويشل شي او خلک به په خپلو کې په جګړه کې ښکيل شي.


بلخوا د حامد کرزي مرستیال امنیتي سلاکار شيدا محمد ابدالي وايې چې کله نا کله د ولسمشر له څرګندونو څخه غلطه معنی واخیستل شي.دی زياتوي چې دوی له کلونو راهیسې د غرب پر مشرانو زور ورکوي چې د افغانو اصلي غوښتنې دي پر ځای کړي خو هغه ورباندې غوږ کوڼ واچوي.

دده په وينا ددوۍ هم دغی رويه حامد کرزي مجبور کړۍ چې په ښکاره څرګندوني وکړي.

ده زیاته کړه چې دا چې د افغانانو ذهن د بهرنیانو په اړه منفي بڼه اخلي دواړه په ګټه نه دي.ده وويل چې افغانستان او بهرنيان په يوه کشتۍ سپاره يو او ډوبيدل به يې دواړه ته تاوان ورسوي.


د ملګرو ملتونو پخوانۍ دپلوماټ او د افغانستان اینا لسټ نيټ ورک مشر تهامس روتګ وایې د افغانستان په اړه دواړه هیوادونو خپل تحفظات او ناهيلی لري خو دوۍ ته پکار دۍ چې دا ستونزي حل کړي.

تهامس روټګ زیاتوي چې ښه نیتونو او ستر مقصدونه د افغانستان د پیچلي مسئلې حل نه دی.دده په وينا په تاريخ کې داسي ډير مثالونه شته چې ښه ارادو بدي نتیجی درلودلي دي او افغانستان ددي د يو کره مثال جوړیدونکۍ دۍ
XS
SM
MD
LG