د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بحرین کې دشییعه فعالینو پر سزا کولو د امریکا اندېښنې




امریکا د خلیجي هیواد بحرین د یو عدالت لخوا اته حکومت مخالفه شیعه ګانو ته د عمر قید سزا پر ورکولو اندیښنې څرګندې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند مارک ټونر ویلی دوي په دې هیواد کې دولسي خلکو پرضد په پوځي عدالتونو کې د کاروايي په اړه هم اندیښمن دي.

د بحرین عدالت دې اتو شعیه مسلکه کسانو ته د روان کال په ترڅ کې د حکومت مخالفه مظاهرو په لړ کې د موجوده حکومت د ړنګولو په جرم سزا اورولې ده.

په بحرین کې شعیه ګان په اکثریت کې دي او د روان کال د فرورۍ په میاشت کې د سني واکمنو پر ضد مظاهرې شوې وې او د شیعه ولس د حقونو غوښتنه یې کوله. خو حکومت د دوي پرضد له تشدده کارواخیست او ایران یې دې مظاهرو ته په لمن وهلو تورن کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG