د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د سي آی اې افسرانو ته ویزې ورکړې


د امریکا د بهرنو چارو وزیره هیلري کلنټن او د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري
د امریکا د بهرنو چارو وزیره هیلري کلنټن او د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري
رپورټ: مشال راډیو
سرچینه: اسوشيېټډ پریس


اسوشیېټډ پریس خبري اژانس لیکي، پاکستان د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې سي آی اې کارکوونکو ته ویزې ورکړې دي. دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د فضا رامنځ ته کولو په موخه شوی دی. د دواړو ملکونو اړیکي د مې تر دویمې نېټې وروسته کړکېچن شول، چې امریکايي ځانګړو ځواکونو په اېبټ اباد کې اسامه بن لادن وواژه.

اسوشيېټډ پریس خبري اژانس لیکي پاکستان په لسګونه د سي آی اې افسرانو ته ویزې ورکړې دي. اژانس لیکي پاکستانیو او امریکايي چارواکو د دې خبرې پخلی کړی دی. د هغو افسرانو کره شمېر نه دی ورکړل شوی، چې دا ویزې یې تر لاسه کړې دي.

امریکايي چارواکو ویلي، د پاکستان دا ګام یې مثبت بللی دی. اوونۍ وشوې، امریکا دا تاثر اخیستی وو چې پاکستان ښايي دا کار ونکړي او ځان ترې په شا کوي. امریکايي چارواکي وايي، تر اوسه ورته پاکستان هغه ټولې ویزې نه دي ورکړي چې دوی یې غوښتنه کړې وه.

اسوشيېټډ پریس لیکي امریکايي او پاکستانیو چارواکو، استخباراتي معاملو پورې تړلې دا خبرې د نوم نه ښودو په شرط کړې دي.

د رپورټ ترمخې: ((دا ویزې د هغې رضا نامې برخه دي چې تر مخې یې د ترهګرۍ ضد هڅې بیا رغاول کېږي، چې د اسامه بن لادن د وژنې تر پټې چاپې وروسته زیانمنې شوې وي.))

د سي آی اې دا افسران به په پاکستان کې د ترهګرۍ پر ضد د ګډې او پراخې مبارزې برخه وي او دوی به ترهګر وژني.

د مې د دویمې د چاپې په اړه له پاکستان سره مالومات نه ول شریک کړل شوي، ځکه دا وېره وه چې اسامه بن لادن ښايي وژغورل شي او وتښتي. تر دې چاپې وروسته د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره له شرمندګۍ سره مخامخ شوه او د دې ملک خلک د اسامه بن لادن په هېواد کې، تر اوسېدو زیات، د امریکا پر مداخلې غوسه شول.

د امریکا او پاکستان تر منځ د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ ضد ګډ ځواک جوړ شو چې پرېکړه یې د سي آی اې د مشر لیون پانیټا او د آی ایس آی د مشر لیفټیننټ جنرال احمد شجاع پاشا ترمنځ په اسلام اباد کې شوې وه. پر دې مهال د دواړو هېوادونو لوړپوړي استخباراتي چارواکي هم موجود ول.

چارواکو اسوشيېټډ پریس خبري اژانس ته ویلي ځېنې اضافي افسران به هم د دې ګډې استخباراتي ډلې برخه شي چې بیا د القاعده د لوړ کچ اهداف په نښه کړي.

اژانس لیکي امریکا له پاکستانه دا پوښتنه هم کړې ده چې څنګه اسامه تر پینځو کالونو په پاکستان کې وو او د دې هېواد استخباراتي او پوځي چارواکي له دې خبر نه ول.

چارواکي وايي، همدا راز په دې وروستیو کې امریکا پاکستان ته د بمونو جوړولو د څلورو کارخانو په اړه ویلي ول چې په قبایلي سیمو کې وې، خو تر چاپې مخکې اورپکي له دې ځایه لاړل او دا نه ده مالومه چې دوی ته په ارادي ډول ویل شوي ول چې کارخانې دې خالي کړي او که نه په بله کومه لار دوی ته مالومات تر لاسه شوي ول.

اسوشيېټډ پریس خبري اژانس زیاتوي، پاکستاني پوځ له دې انکار کړی دی چې ګواکې اورپکو ته یې د تښتېدو لار برابره کړې وه. خو دا مني چې قبایلي مشرانو ته یې د چاپې په اړه ویلي ول او ورسره یې مشوره کړې وه. پاکستاني چارواکي وايي له ټولو هغو کسانو پوښتنې روانې دي چې په دې معامله کې ښکېل ول.
XS
SM
MD
LG