د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ايران پر دفاع وزیر د افغان ولسي جرګې نیوکې



د افغانستان ولسي جرګې د ايران د دفاع وزير هغه څرګندونې بې مسووليته او د افغانستان په چارو كې مداخله وبلله، چې په روانه اونۍ كې يې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ويلي، چې افغانان په خپل هيواد كې د امريكا سره د ستراتيژيك تړون مخالف دي او افغان دولت بايد د دې تړون ملاتړ ونكړي.
د چارو كارپوهان هم د ايران دا ډول څرګندونې د افغانستان په چارو كې مداخله بولي.
د افغانستان ولسي جرګې د اېران د دفاع وزیرهغه څرګندونې په کلکه رد کړې، چې افغانستان باید له امریکا سره ستراتیژیک تړون لاسلیک نه کړي.
د اېران د دفاع وزیرپه روانه اونۍ کې افغانستان ته د خپل سفرپرمهال رسنیو ته وویل، چې که امریکا هوښیاره وي نو په افغانستان کې دې د اوږد مهاله اډو په جوړولو ځان ته اوږد مهاله سرخوږی نه جوړوي.
د نوموړي په وینا، چې دوی د افغان ملت روحیه په ښه توګه پېژنې او د امریکا له دایمې اډو اندېښنه لري او افغانا دولت هم باید د دې طرحو او پلانونو ملاتړونه کړي.
خو د ولسي جرګې د سه شنبې د ورځې په عموي غونډه کې وکیلانو د اېران د دفاع وزیر رحمت وحیدي دا څرګندونې غیرې مسؤولانه او د افغانستان په چاروکې څرګنده مداخله وبلله.

د ولسي جرګې غړي خوشك وطندوست او نواب منګل وایې چې اېران ته هم چانه دي ویلي، چې په کوم تړون کې ګډون وکړي او له کوم تړون ځان لیرې وساتي، ایا مونږ یا افغان دولت د اېران په کورنیو چاروکې مداخله کړي؟ ایامونږ اېران ته ویلي، چې د شانګهای یا هند ، روسیې او چين سره ستراتیژیک تړون مه لاسلیک کوئ. ایامونږ دوی ته اعلان کړي چې دوی ولې تړونونه کړي، چې نن د اېران د دفاع وزیر د یو مېلمه په صفت راځي او دلته دا خبره کوي چې افغانان د امریکا د دایمي اډو یا ستراتیژیک تړون خلاف دي دوی راځي او داخبره کوي چې مونږموافقه نه لرو، تاسو څه کاره یې چې موافقه نه لرى.٬٬
د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده وایې، چې نه یواځې اېران بلکه نور لیرې او نیږدې ګاونډیان هم د امریکا له دایمي حضورسره مخالف دي.
نوموړى زياتوي، نه یواځې اېران بلکه روسيه او چين هم انديښنه لري چې سيمې ته د امريكا په راتلو نا امني د مخدره موادو قاچاق زيات شوي، نو دوى فكر كوي چې د امريكا په دايمي حضور سره به دا نور هم زيات شي٬٬
خود سیاسي چارویوبل کارپوه فضل الرحمن اوریا وایې چې د اېران د دفاع وزیر د افغانستان د خلکو په استازیتوب خبرې وکړې په داسې حال کې چې نوموړی د افغانستان د خلکو استازی نه دی او دا د افغان دولت لپاره د افسوس خبره ده چې د اېران د دفاع وزیرد امریکا پروړاندې د افغانستان استازیتوب کوي.

د یادونې ده چې د امریکا او افغانستان د سترتیژیک تړون مسوده یا ډرافټ څوځله د افغان اوامریکا ترمنځ تبادله شوي او ټاکل شوي چې په څو میاشتو کې یې د تصویب لپاره د افغانستان د خلکو عنعنوي لویه جرګه راوغوښتل شي
XS
SM
MD
LG