د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند او پاکستان له خبرو تمې


ژباړه احمدشاه اعظمي


پاکستان او هندوستان سر له سبا څخه د سولي د خبرو اترو پيل کوي. د دواړو ايټمي هيوادونو تر منځ د سولي خبرو اترو ته په کتو سره امريکا هم هيله لري چي دا به په سيمه کي په ثبات راوستو کي مرسته ورسوي.



د جنوبي ايشيا دوه ستر طاقتونه پاکستان او هندوستان د اړيکو د هوارولو او په سيمه کي د سولي او ثبات راوستو لپاره له سبا څخه خبري اتري پيلوي. د دواړو ايټمي هيوادونو تر منځ دا خبري اتري په داسي وخت کي تر سره کيږي چي امريکا له افغانستان څخه د خپلو پوځونو د ايستلو د پيل اعلان کوي.

امريکا هم هيله څرګنده کړې ده چي دا خبري اتري به په سيمه کي د سولي او ثبات په راوستو کي مرسته ورسوي.


د دواړو هيوادو تر منځ د خبرو اترو په اړه د هندوستان يو حکومتي چارواکي وويل ((موږ ريښتني هيلي لرو خو موږ بايد د ګړندي او ډرامايي حل هيله له پامه وغورځوو))

د پاکستان او هندوستان تر منځ دښمني زياتره وخت افغانستان ته غزيږي. له همدې کبله امريکا او ايتلافي هيوادونه هيله لري چي دا خبري اتري به په داسي وخت کي په سيمه کي ثبات راولي چي غربي هيوادونه تر ۲۰۱۴ کال پوري له افغانستانه خپل ځواکونه باسي. په همدې لړ کي د چارشنبې په ورځ ناوخته د امريکا ولسمشر باراک اوباما له افغانستانه د خپلو پوځونو د ستراتيجۍ اعلان کوي.

د پاکستان او هندوستان د خارجه چارو سيکرټريان به د کشمير په اړه خبري اتري کوي چي د ۱۹۴۷م کال راهيسي يې دواړه هيوادونه تقسيم کړي دي. دواړو هيوادونو تر اوسه درې جنګه له يو بل سره کړي دي چي دوه يې د کشمير پر سر وو. د دواړو هيوادونو تر منځ د سولي خبري اتري د روان کال له فبروري څخه پيل شوې چي د ۲۰۰۸م کال د نومبر په مياشت کي په پاکستان کي د ميشت ترهګرو لخوا په ممبيي کي تر بريدونو وروسته په ټپه درېدلي وې.

په اړيکو کي هغه وخت تيزي رامنځ ته شوه چي د دواړو هيوادو د دفاع، داخله چارو او د تجارت د سيکرټريانو تر منځ خبري اتري وشوې او بيا د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني د خپل هندوستاني سيال منموهن سنګ په بلنه د دواړو هيوادو د کرکټ لوبډلو تر منځ د لوبي کتو لپاره هندوستان ته ولاړی.

د هندوستان د خارجه چارو وزير ايس ايم کرشنا په نوي ډيلي خبريالانو ته وويل، (( موږ ته له زغم څخه کار اخستل په کار دی. موږ بايد ريښتونې تګلاره خپله کړو او مثبت دريځ ولرو)). نوموړي زياته کړه، هيله ده چي را رواني خبري اتري به بې باوري پای ته ورسوي او عادي حالاتو ته به لاره هواره کړي.

يوځايي سياسي شنونکی رياض احمد وايي چي د دواړو هيوادونو تر منځ خبرو اترو ته په کشمير کي په ښه نظر نه کتل کيږي. د دې ځای خلګو د لسيزو راهيسي دا ډول خبري اتري ليدلي دي چي څه ډول غوره نتيجه يې نه ده ورکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG