د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې پر امریکايي پوځونو او پاکستان کې د اسامه پر وژلو نظرپوښتنه



ژباړه:فرخنده وزیر


پیو ریسرچ سینټر په امریکا کی د خلکو نه له افغانستانه د امریکایي پوځ د وتلو او د پاکستاني ولس نه د دوی په هیواد کې د امریکایي پوځ په یوه چاپه کې د القاعده د مشر اوسامه بن لادن د وژلو په اړه د هغوي نظر پوښتلي.

پیو ریسرچ سینټر چی یوه څیړنیزه اداره ده، په امریکا کی د یوې نظر پوښتنې وروستو وایی، زیاتره امریکایان غواړي، ولسمشر باراک اوباما د امریکا نه زر تر زره خپل ځواکونه راوباسي.

دا نظر پوښتنه په داسې وخت مخی ته راغلې ، چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما تیار دی، د افغانستان نه د امریکایی پوځ د ویستلو پلان اعلان وکړي.

د پیو څیړنیز مرکز دا نظر پوښتنه ښیي، په ۱۰۰ کې ۵۶ فیصده امریکایي ولس غواړی، اوباما انتظامیه زر تر زره له افغانستانه خپل یو لک پوځیان خپل وطن ته راوبولي، او زیاتوي ، امریکایي ولس د افغانستان له ۱۰ کلن جنګه ستړې مالومیږی.

رایټرز خبري اژانس وایي، اوباما له افغانستانه د خپلو اېستونکو ځواکونو د شمیرې پلان تیار کړی، چی د چارشنبې په ورځ به یې د امریکا په وخت د شپې اته بجې اعلانوي. او ددې لپاره یي ټولې تیاریانې هم سر ته رسولي دي.

رایټرز لیکي، اوباما به د خپلې حکومتي دورې پر مهال په خپله جنګي پالیسي هم خبرې کوي، ځکه چی هغه غواړي راروان ولسمشریزه انتخاباتو کې برخه واخلي.

د پوځیانو د راویستلو دا فیصله په داسې وخت کیږي، چی د امریکا حکومت بجټي مشکلات لري، او ولس یي له بې روزګارۍ سره مخامخ دی .

د پیو څیړنیز مرکز دا سروې زیاتوي ، دا اول وار دی ، د امریکا ولس په دومره لوی شمېر کې له افغانستانه د خپل پوځ د راویستلو په حق کی خپل نظر ورکړی ، تیر کال ۴۰ فیصده خلکو د پوځ د راویستلو لپاره له حکومته غوښتنه کړې وه.

نظر پوښتنه زیاتوي، یوازی ۳۹ فیصده امریکایي ولس غواړي، د امریکا پوځ دې په افغانستان کې تر هغو پاته شي، تر څو یو پاییدار امن پر ځای شي. تیر کال ۵۳ فیصده خلکو په افغانستان کی د پوځ د ایساریدو لپاره رایې ورکړې وې.

د پیو مرکز دا نظر پوښتنه دا هم وایي، په امریکایي ولس کې د باراک اوباما خوښي له هغې وروستو نوره هم سیوا شوله، چې د امریکا پوځ په یوه چاپه کې د القاعده مشر اوساما بن لادن د مۍ په دویمه نیټه د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې وواژه.

پیو ریسرچ سنټر په پاکستان کې د یوې نظر پوښتنې وروستو وایی، ۶۳ فیصده خلک د امریکایي پوځ لخوا د مۍ په دویمه نیټه په ایبټ اباد ښار د دغه چاپې سخت مخالفت کوي، چې پکې د القاعده مشر اوسامه بن لادن ووژل شو. او یوازې لس فیصده پاکستانیان د اوسامه وژنه د امریکا حکومت یو ښه کار بولي، او باقې پاتې یی په اړه کومه رایی نه لري.

دا نظر پوښتنه دا هم وایي، اته فیصده پاکستانیان وایي، دوی د امریکا په ولسمشر باراک اوبامه باور کوي، چې هغه په جهان کې ښه کارونه کوي.

نظر پوښتنه دا هم وایي، د پاکستان ولس د تیر په پرتله اوس د هند خلاف زیاته منفي رایه لري. او ۵۷ فیصده ولس دا نظر لري، د طالبانو، القاعدې او نورو ډلو په پرتله ، هند د دوی لپاره زیاته خطره لري.۷۹ فیصده ولس وایي ، د پاکستان پوځ په ملکي حالاتو زیات کنټرول لري. ۱۱ فیصده د ولسمشر زرداري په ۲۰۰۸ کال په اقتدار کې د راتلو مرسته کوي.او ۷۶ فیصده خلک په ملک د پاکستاني میډیا اثرات مثبت ګرزوي.

سروې ښایي ، ۹۲ فیصده پاکستانی ولس دا نظر لري، هیواد یې په غلطه روان دی ، او زیاتوي دوی داسې فکر کوي په راروان کال کی به یې د هیواد اقتصاد له د نورو مشکلاتو سره وړاندې شي.

په پاکستان کې د دې سروې لپاره د څه نا څه ۳۲۲۱ کسانو نه پوښتنې شوې دي. او او په ۱۵ فیصده برخو کې د امنیت د خرابې وضعې له عمله یې د خلکو نظر نه دی پوښتلی.
XS
SM
MD
LG