د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا:القاعده سړي تيښتولو ته پام اړولی



ژباړه:نجیب عامر

امریکايي چارواکو د دوشنبې په ورځ دهغو اسنادونو په رڼا کې چې په ایبټ اباد کې یې د اسامه بن لادن له کوره ترلاسه کړي ویلي ، القاعده دپیسو راټولو لپاره سړي تیښتونې ټه پام اړولی،ځکه چې دا ډله د پیسو له کمي سره مخامخ ده.

فرانس پریس خبري اژانس دیو امریکايي چارواکي په حواله چې نوم یې په رپورټ کې نه دی اخیستل شوی لیکي که څه هم دالقاعده تنظیم له خوا د خلکو تښتول کوم نوی چل نه دی ، خو ترلاسه شوي مواد ددې خبرې پخلی کوي چې دنوموړي تنظیم مشرانو له دې لارې د پانګو په ترلاسه کولو بحثونه کړي وو.

په راپور کې راغلي معلومات ښايي د روان کال د مئ په دویمه نیټه دالقاعده سرغنه اسامه بن لادن د وژلو په عملیاتو کې د ترلاسه شوو اسنادونو په دې موخه پلټنه کوله چې معلومه کړي ایا القاعده دیوې بلې لویې حملې پلان لري او که نه ؟ او ددوی د پیسو د لاس ته راوړلو سرچینه څه ده ؟

اژانس لیکي داسامه بن لادن په کور د برید نه مخکې هم استخباراتي کړۍ په دې باور وې چې القاعده ډیره کمزوره کړی شوې ده او ددوی د پیسو دلاس ته راوړلو لارې محدودې شوې دي ، چې ددې یوه وجه په پاکستان کې دالقاعده د مشرانو د نخښه کولو لپاره د بې پیلوټه الوتکو استعمالول دي.

فرانس پریس خبري اژانس د یو بل امریکايي چارواکي په حواله چې هغه هم دنوم نه ښودلو شرط وړاندې کړی لیکلي : دا واضحه ده چې القاعده په پاکستان کې په دې وروستیو کلونو کې د ترهګرۍ د فعالیتونو د جاري ساتلو لپاره د تښتول شوو خلکو په بدل کې د لاس ته راوړلو پیسو نه کار اخیستلو .

راپور وايي که له یوې خوا امریکا د بي پایلټه الوتکو د لارې د القاعده مهم مشران په نخښه کوي نو له بله پلوه امریکا او دهغوی نور اتحادي حکومتونه په دې هڅو بوخت دي چې دالقاعده دپیسو لاس ته راوړلو لارې معلومې او ټکنۍ کړي.

تیره میاشت د امریکا د پارلیمان غړو ته د وینا پرمهال د امریکا د تروریزم او د مالي جنایتونو دوزارت مرستیال وزیر ( ډیوډ کوهن ) ویلي وو : بن لادن دالقاعده د پیسو د لاس ته راوړلو یوه مهمه علامت وو .

فرانس پریس وړاندې لیکي : القاعده پورې مربوطو نور وتنظیمونو په ځانګړي ډول ددوی دشمالي افریقا څانګې ، او AQIM یا القاعده په اسلامي مغرب کې تنظیم ، ترکلونو کلونو پورې دپیسو د لاس ته راوړلو لپاره خلک تښتولي دي.

القاعده سره اوس هم څلورهغه فرانسویان برمته دي چې په تیر ستمبر میاشت کې یې په شمالي نایجر کې نیولي وو او همدا رنګه په جنوبي نایجیریا کې په فبرورۍ میاشت کې یو تښتول شوی ايټالوی هم تراوسه له دوی سره دی.
XS
SM
MD
LG