د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاپاندریو د اعتماد رایه اخلي


د یونان وزیراعظم جارج پاپاندریو نن د خپلې نوې کابینې لپاره له پارلېمانه د اعتماد رایه اخلي.
پاپاندریو د تېرې جمعې په ورځ په خپله کابینه کې بدلون راوست. د جمعې په ورځ د هېواد سیاسي ناندرۍ لا نورې پراخه شوې او خلکو د لګښتونو د کمولو او د دولتي شتمنیو د خرڅولو د پرېکړې پر ضد لویې مظاهرې وکړې. دا اقتصادي ګامونه د حکومتي پور د لوړې کچې راټیټولو په موخه اخیستل شوي دي. تېره ورځ د یورو کاروونکو هېوادونو د مالي چارو وزیرانو یونان ته دوه اوونۍ وخت ورکړ چې د کفایت شعارۍ یا اسټیرېټي نور ګامونه دې واخلي چې د ۱۲ اربه یورو بیړنی پور په محفوظ ډول دې هېواد ته ورکړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG