د لاسرسي ځای

تازه خبر

آی ایم ایف مو د صبر پیاله نسکوره کړې: زاخېلوال


د افغانستان د مالي چارو وزیر ډاکتر عمر زاخېلوال ويلي د پیسو نړیوال صندوق یا آی ایم ایف ته نور له صبره کار نشي اخیستای.

دا خبره نوموړي تر هغې وروسته کړې چې آی ایم ایف د کابل بانک د ستونزې د هواري لپاره د یوه پلان له منلو انکار وکړ. تېر کال کابل بانک تېری نړېده ځکه چې داسې مالومات رابرسېره شول چې بانک په میلیونونو ډالر پورونه افغانانو ته په نا محفوظه طریقه ورکړي ول. آی ایم ایف په دې ترځ کې د اندېښنو له کبله اویا میلیونه ډالره ورکول ځنډولي دي. افغان حکومت د کابل بانک له لارې معاشونه یا تنخاګانې ورکوي، او که چېرې څه تړون ونشي نو ښايي په معاش ورکولو کې له ستونزو سره مخامخ شي. افغانستان د خپلې ۴۰ فیصده بودیجې یا بجټ چلولو او د بیا ودانۍ او پرمختګ ټولو پروژو لپاره په مرستو تکیه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG