د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوټین کمزوری ګرفت



ژباړه:فرخنده وزیر

واشنګټن پوسټ لیکي، په روس کی د ولادمیر پوټن سیاسی ګوند په راروانو ټاکنو کی د مشکلاتو سره مخامخ کیدای شي. او زیاتوی په روس کی هم حالات داسی خرابیدای شي، څه رنګ چی په مینځنی ختیز کی ولیدل شو.



په واشنګټن پوسټ کی رابرټ کګان لیکي، په مینځني ختیز کی اولسي پاڅون د یو شمیر ملکونو مشران لری کړل، چی دغه عمل په چین کی هم واکمنۍ ته نقصان رسولۍ شي. خو پوښتنه دا ده، چی په روس کی به د منځني ختیځ په رنګ د واکمنۍ بدلون په راروان وخت کی مخې ته راشي او که نه.

والادمیر پوتین چی په روسي ولس کی یی اوس خوښي کمه شوې ده، او سروې ښيي هغه ته یوازی د ۴۳ فیصدو خلکو مرسته حاصله ده ، چی دغه په ۲۰۰۹ کال کی ۵۶ فیصدي وه. او سروې ښيي چې د پوتين په ولس کی د خوښۍ ګراف غورځیدلو سره د هغه ګوند یونایتډ رشیا ته به سخت مشکلات رامخې ته شي، او د دسمبر په عامو ووټونو کی به تر سخت فشار لاندې راشي.


په روس کی خلک د ولادمیر په حکومت کی د درغلیو سخت مخالفت کوي ، او په تیر وخت کی د خبریالانو او هغه کسانو د وژني وروستو خلک په حکومت سختې نیوکی کوي، چی د مختلفو مسلو د مالومولو په اړه یی کار کولو.

ورځپاڼه وایی، پوټين باید سیاسی مخالفت ته لاره ورکړي، چی هغه په تیر وخت کی په دباؤ کی ساتلی وو ، او له زغمه کار واخلي.

یو نوی سیاسي ګوند چې د بورېس نېمتسوف، میخایل کسیانوف، ولادمیر میلوف، او ولادمیر ریژکوف غوندې معتبره سیاستوالان یې مشري کوي ،تېره میاشت په ټاکنو کې دبرخه اخیستو لپاره ځان رجسټر کړی وو.که پوټین پوهېږي نو باید دوی په ټاکنو کې سیالی ته پرېږدي.

که څه هم دوی ټاکنې نشي ګټلای خو د جمهوري عمل یو ښه دوره ګرځېدای شي.د پوټین که چرې یو اصلی مخالف سیاسی ګوند ته په دغه ټاکنو کی د برخه اخیستلو موقعه ورکړل شي، نو دا د ولادمیر پوټین حکومت ته هم یو قانوني بڼه ورکولی شي.

لیکوال رابرټ کګان وایی، پوټین او د هغه سلاکار به هم حالاتو ته ګوري او له هغی وروستو به خپله تګلاره ټاکي ، او داسې نه چې د حسني مبارک غوندې تیروتنې تکرارکړي .

چارواکي وایي که چری پوټين ووټونه وګټل او ولس مشر جوړ شو ، نو هغه به د دوو پرله پسي شپږو شپږو کالونو مودی لپاره د د دغه څوکۍ قانوني حق ولري.

ورځپاڼه وایي، د امریکا ولسمشر بارک اوبامه غواړي روس د سوداګرۍ په نړیواله اداره کی شامل شي، او په دغه اړه یی روس ته په خپل تیر سفر کی خبرې هم کړې وې، خو هغه د راتلونکو انتخاباتو په اړه هیڅ خبرې نه دي ورسره کړې، چی په روس کی د واک په بدلون امریکا څه نظر لري.

لیکوال وایي، دا ډیره مهمه خبره ده چی باید په پام کی ونیول شي، د منځني ختیځ د ولسی پاڅون په روانو حالاتو کی د روس سیاسي وضعې په اړه دومره خبرې نه کیږي. او زیاتوي روس دومره مستحکم هیواد نه دی ، څه رنګ چې ښکاری. او تیر کال د حسني مبارک په اړه هم داسې ښکاریدل هر څه یې په کنټرول کې دي ، خو دا سې نه وو.
XS
SM
MD
LG