تېره ورځ د جنوبي وزیرستان د لدها شپېستين ګرړي کوړم په سیمه کې سړک وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو په یوه چیک پوسټ برېد کړی دی . په دې برید کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو یو سرتېرې وژل شوی او ۳ نور زخمیان دي.
رپورټونه وايي دواړو خواو پر یو بل ډزې کړې ،چې پکې درې وسله وال وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
د دې برید پړه د سیمې طالبانو په سر اخیستې ده. او دعوا کوي چې د دوی کسانو ته د سر زیان نه دی رسېدلی .
له دې یوه ورځ وړاندې هم په لدها کې د وسله والو طالبانو په یو برید کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی وو.