د لاسرسي ځای

تازه خبر

الظواهري به القاعده کوم لوري ته یوسي.


ژباړه:اسرار عالم مهمند

د ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په يوه مقاله کي ليکوال پيټربرګن وايي سرزوری د القاعده نوي مشر ايمن اظواهري د لويو ګواښونو سره مخامخ دی ځکه چي په دي وروستيو کلونو کي القاعده د نړيوال جهاد يوه خطرناکه بڼه اخیستې دّه.

مقاله کي راغلي که يو خوا د ولسي خلکو د وژني وروسته د القاعده نظریې په اسلامي نړۍ کي اهميت له لاسه ورکړي نو بلخوا په غربي نړۍ کي د یو څو ترهګرو پيښو پرته القاعده نورې لاسته راوړني نه لري.

همداراز ددي ناکاميو ترڅنګ القاعده په عرب نړۍ کي راپورته شوي پاڅون کي هم څه کردار نه دی لوبولی.

د دي نه پرته د ۲۰۰۸م کال نه چې کله د پاکستان په قبايلي سيمو کي امرکايي جاسوسي الوتکو بريدونه شورو کړي نو په دې کي يو شمير طالب مشران وژل شوي.

همداراز د زياتي آبادۍ اسلامي هيوادونه پاکستان او انډونيشيا کي د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۰ م کال ترمنځ د ځانمرګو بريدونو او اسامه بن لادن په ملاتړ کونکو کي نيم په نيمه کمی راغلی دی.
مقاله ليکونکي وايي ددي وجه د جهادي ترهګرو له لاسه په مسلمانه ټولنه کي د عامو خلکو وژنه ده.د بغداد نه تر جکارته او له عمانه تر اسلام اباد پوري د ولسي خلکو د وژني تر شا د القاعده لاس دي.

که څه هم جهادي ترهه ګر دا دريځ لري چې هغوی د اسلام دفاع کوي، خو دوی د خپلو فعاليتونو له وجي اسلام ته لوی زيان رسولی.

همداراز دې مسلي ته په کتو د القاعده اوسني مشر په ۲۰۰۷ کال کي د انټرنيت له لارې يو کمپين هم شورو کړی ووخو دا له ناکامۍ سره مخا مخ شو ،همداراز يو تن د انټرنيت له لارې د ايمن الظواهري څخه پوښتلي وو چي دا خلک څوک دي چي دستا په وينا په بغداد ،مراکش او الجېريا کي بي ګناه ولس وژني ؟ او ايا ستا په فکر د بي ګناه ميرمنو او ماشومنو وژنه جهاد دی؟

ايمن الظواهري څلور مياشتي وروستو د دې په ځواب کي یوازې دومره ويلي وو چې د القاعده لخوا کوم عام خلک وژل کيږي نو هغه يي جايز ثابتولی شي.

مقاله ليکونکي وايي د ايمن الظواهري دا ځواب د هغه نااهلي ښيي او په خاصه توګه کله چي نومړی له اسامه سره پرتله کړل شي.

همداراز پيټربرګن وايي، د اسامه په پرتله د الظواهري وينا کمزورې ده.ددي ترڅنګ نوموړی دومره اثر هم نه لري.

پيټربرګن وايي، په مصر کي د جهادي ډلو دننه الظواهري يو ښه مشر نه ګڼل کيدو.همداراز څومره چي ګرم بحثونه راروان وو چي ظواهري به د منځني ختيز په پاڅون کي کردار ولوبوي خو داسې هيڅ قسمه خبره مخي ته رانه غله.

ليکوال وايي، چي دا خبره نه ده مالومه چي د القاعده څومره غړي به د ايمن الظواهري سره د خپلې وفادارۍ اعلان کوي. که څه هم په عراق کي القاعده د مۍ مياشتي په ۹ نيټه د الظواهري سره د وفادارۍ سوګند پورته کړو.خو اوس هم په افريقا ، صوماليا او نورو يو شمير هيوادونو کي د القاعده څانګې شته چي تر دې دمه يې الظواهري په رسمي توګه خپل مشر نه دی منلی.

دغه رنګ ليکوال وايي، د الظواهري په پرتله ترهګرو ډلو اسامه زيات خوښوو او دارنګ به دوی ویل چې هغوی د اسامه سره مينه کوي.

همداراز د يمن يو اوسيدونکی ابوجندل چي کله د اسامه خدمتګار جوړ شو نو هغه به ويل چې اسامه یو ډير ښکلی انسان دی او هغه ورته د خپل پلار په سترګه ګوري.نوموړی وايي،چې اسامه داسې پرکششه شخصيت وو چې خلک يي يواځې په خبرو راغبول.

خو بل پلو په ظواهري کۍ داسې هيڅ قسمه خصوصيات نشته.
د ظواهري د کمزورۍ اندازه له دې هم لګېږي چې هغه د القاعده دويم مشر وو خو بيا هم د اسامه د وژنې څه باندې یوه نیم مياشت وروسته د القاعده مشر وټاکل شو.

په مقاله کي وړاندي راغلي د يولسم سپتمبر د تره ګرۍ پيښو وروستو ظواهري په خپل ژوند ليک کي ويلي وو د هغوي مقصد به دا وي چي په اسلامي نړۍ کي یو ځای تر خپلي قبضي لاندي راولي ځکه چي د دي بغير د دوی هڅي به څه ګټي مخي ته را نه وړي.
مقاله ليکونکي وايي که څه هم د يمن رياست له ناکامه کيدو سره به القاعده ته د خپل مشن پر وړاندې بیولو لپاره موقع په لاس ورشي خو پوښتنه دا رپورته کيږي چي د
ايمن ظواهري کمزورې مشرتابه ددې مشن د دترسره کېدو جوګه وي او که نه؟
XS
SM
MD
LG