د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مراکش پاچا بدلونونه راولي


د مراکش پاچا محمد شپږم په اساسي قانون کي یو شمېر بدلونونه اعلان کړي او وایي، د شمالی افریقا ددغه هیواد سلطنتې نظام به مشروطه شاهي وي.

د مراکش پاچا د جمعې په شپه ملت ته په وینا کي وویل، په اساسي قانون کي دا بدلونونه د مراکش د خلکو د هیلو په ځواب کي چي په هیواد کي زیاتې ډموکراسۍ او غښتلې پارلماني سیستم ته لیواله دي، رامنځ ته شويدي. پاچا به د هیواد د پوځ اعلی قوماندان او د امنیتي پالیسۍ د شورا مشر وي چي دا دواړه د قدرت ساتلو مهمې څوکۍ دي. د مراکش پاچا وروسته له هغې په اساسي قانون کي د تعدیل امر ورکړ چي د تېرې فبرورۍ میاشت کي خلکو په هیواد کي د بدلونونو لپاره مظاهرې وکړې. “د فبرورۍ د شلمې غورځنک” په نامه د مراکش ډموکراسۍ پلویو فعالانو په اساسي قانون کی دا بدلونونه رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG