د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان او القاعده سره جلا شول: ملګري ملتونه


نیویارک: د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا غونډه. دا انځور د روان زېږیز کال د اپرېل په ۲۷مه اخیستل شوی دی.
نیویارک: د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا غونډه. دا انځور د روان زېږیز کال د اپرېل په ۲۷مه اخیستل شوی دی.
رپورټ: مشال راډیو

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پینځلسو غړو هېوادونو هغه پرېکړه لیکونه منظور کړی دی چې ترمخې یې طالبان له القاعده جلا شوي دي.

د پرېکړه لیکونو ترمخې له طالبانو او القاعده سره به جلا جلا چلند کېږي او د طالبانو او القاعده پر غړو د بندیزونو بېل بېل تور نوملړونه جوړېږي. د دواړو پرېکړه لیکونو مسودې امریکا وړاندې کړې وې.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې سوزان رایس په دې ترځ کې ويلي: ((امریکا په دې باور ده چې دا ګام به د افغانستان په سوله کې د یوې مهمې وسیلې په توګه رول ولوبوي.))

نوموړې زیاتوي: (( له القاعده د طالبانو د تور نوملړ بېلول، طالبانو ته روڼ پیغام ورکوي او ورته وايي چې که هغوي چې له القاعده شبکې بیلېږي، زور زیاتي لاس اخلي او د افغانستان اساسي قانون مني، نو یوه راتلونکې هم لري.))

د امنیت په شورا کې د جرمني استازی او پر طالبانو او القاعده د بندیزونو د کمېټۍ مشر پیټر وایټنګ وايي نوی بدلون د یوې روښانه او عادلانه بهیر پر لور غټ ګام دی.

دی وايي د طالبانو په تور نوملړ کې، به له دې لسټ سره پر تړلې هرې مسلې له افغان حکومت سره مشوره کېږي، چې دا به دوی ته په دې ترځ کې ډېر واک ورکړي.

هلته د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټه د افغان حکومت پر هغه وړاندیز هم کار کوي، چې تر مخې یې غوښتل شوي چې د طالبانو د شلو مشرانو او قوماندانانو نومونه دې له تور نوملړه وویستل شي. دا مهال ۱۳۵ کسان د طالبانو له جملې په تور نوملړ کې نومونه لري.

د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا چارواکي وايي د راتلونکې میاشتې تر نیمايي به په دې اړه پرېکړه وشي.
XS
SM
MD
LG