د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یونان اقتصادي بحران او له دې هېواد سره مرستې


جرمني او فرانسي نن وویل، یونان ته د مالي مرستو په راتلونکې پړاو کی باید خصوصي سکتور په خپلې خوښي ونډه واخلي.
د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل او د فرانسې جمهور رییس نیکولاس سارکوزي په برلین کي یوه خبري کنفرنس ته وویل، د ایرو د ثبات په مقصد، یونان عاجلې مرستې ته اړتیا لري.
دواړو مشرانو وویل، په داوطلبانه ډول د خصوصي سکتور ګډون ته هرکلی واي . دوي زیاته کړه، دا ډول حرکت باید د اروپا له مرکزي بانک سره همغږی شي.
له بلې خوا، د یونان صدراعظم جورج پاپندریو په کابینې کي د پراخ بدلون په لړ کي د مالیې وزیر بدل کړ.
د حکومت ویاند نن وویل،د دفاع پخوانی وزیرایوانجیلوس وینیزیلوس به د مالي نوی وزیر وي او په مخکنۍ کابیني کي د مالي وزیر جورج پاپا کانستانتینو به د چاپریال ساتنې وزیر شي.

پاپندریو چي د هیواد په داخل کي له زیاتو مخالفتونو سره مخامخ دی، د پنجشنبې په ورځ یي د یووالې غږ وکړ او ویي ویل، یونان او اروپایي اتحادیه د تاریخ په حساس پړاو کی دي او زیارباسي چي یونان له دیوالیه کیدو او مالي سقوط څخه بچ کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG