د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان له القاعده دجلا کولو لپاره رایه ورکول کېږي


د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د غونډې یو منظر. دا انځور د روان زېږیز کال د اپرېل په اووه یشتمه اخیستل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د غونډې یو منظر. دا انځور د روان زېږیز کال د اپرېل په اووه یشتمه اخیستل شوی دی.
رپورټ: احمد شاه اعظمي، مشال راډیو

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنيتي شورا د جون پر ۱۷مه نېټه له طالبانو او القاعده پورې د اړه لرونکو کسانو او ډلو په اړه پر ۱۲۶۷ نمبر لسټ رايه شمېرنه کوي. که چيرې دا لسټ منظور کړل شو نو د القاعده او طالبانو سره به بېل چلن وکړل شي، ځکه چي د دواړو ډلو اهداف بېل دي. پر دې سربېره به د ځينو طالب مشرانو نومونه هم له تور نوملړه و ايستل شي. دغه ګام به د افغانستان حکومت ته موقع په لاس ورکړي چي له منځلارو طالبانو سره خبرې اترې وکړي، خو په دې لړ کي، اوس هم د ځينو افغان ډلو او د امنيتي شورا د مستقل غړي روس له مخالفت سره مخامخ دی.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د سولې او پخلاينې د خبرو اترو په اړه، په داسي وخت کي، مهم ځای نيولی دی چې منځلاري طالبان د جنګ له ميدانه يو ځل بيا ټولنې ته راوبلي. د افغان حکومت په نظر، د سولې او روغې جوړې د خبرو اترو په لاره کي يو خنډ، د القاعده او طالب مشرانو هغه تور نوملړ دی چي د ۱۲۶۷م په نامه يادېږي او تر مخې يې د وګړو شتمنۍ کنګلې او پر هر ډول سفر يې بنديز وي. په دغه لسټ کې د څه باندې ۴۵۰ کسانو نومونه دي، چي ۱۴۰ يې طالبان دي او د جون پر اولسمه نېټه امنيتي شورا ته وړاندې کېږي.

امنيتي شورا به د هغه وړانديز په اړه پرېکړه کوي چې تر مخې يې له القاعده او طالبانو سره بېل چلن وکړل شي. افغان حکومت وار د مخه لا د ۵۰ طالب مشرانو نومونه ورکړي دي چې غواړي له تور نوملړه و ايستل شي.

په نيويارک پوهنتون کې د افغانستان لپاره د نړيوالې همکارۍ د مرکز همغاړي کونکی ټام ګريګ وايي چي د ۱۲۶۷م نوملړ تر مخي به د القاعده او طالبانو سره د بېل چلن لاره په افغانستان کي د سولي پروسه پر مخ بوزي: ((دا د نړيوالي ټولني د هڅو او نظرعکاسي کوي چي موږ د دوو بېلو ډلو په نظر ورته ګورو. طالبان چې په افغانستان کې دننه دي، او بلخوا بيا القاعده يو جلا تګلاره او موخه لري چې په نړيواله توګه سخت دريځي او بنسټپالنه خپره کړي.))

له رپورټونو سره سم، د امنيتي شورا مستقل غړي روس له تورنوملړه د طالبانو د نومونو د ايستلو په اړه اعتراض کړی دی. روس دا اندېښنه هم څرګنده کړې چي طالبان په چيچنيا کي د ياغيانو مرسته کوي، او روس ته د نشه يي توکو په لېږد کې لاس لري.

د القاعده او طالبانو د بنديزونو د کمېټۍ همغاړي کونکی رچرډ بېرټ وايي له تور لسټه به د نومونو د ايستلو بهير، په دقيق جاج سره تر سره کېږي: ((کمېټۍ به په دې اړه ډېره محتاطه وي چي د يو داسي چا نوم ونه باسي چي هغه د نړۍ په اړه خپل نظر ته تغير نه وي ورکړی، ځکه چې کېدای شي تر پرېکړي وروسته، هغه بيا په هغو سيمو کې ترهګرۍ ته وده ورکړي چي د دوی تر واک لاندې وې.))

په ملګرو ملتونو کې د جرمني سفير او پر القاعده او طالبانو د بنديزونو د کمېټۍ مشر پيټر ويټنګ، په روانه مياشت کي يوه اوونۍ په افغانستان کې تېره کړه او له لوړ پوړو افغان چارواکو سره پر دې وغږېده چې څنګه د طالبانو نومونه له تور نوملړه و ايستل شي او طالبان له القاعده، بېل کړل شي. ويټيګ باور څرګند کړی چې له تور لسټه به د طالبانو د نومونو د لرې کولو منظوري ورکړل شي.
XS
SM
MD
LG