د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او امریکا اړیکي ښه کېږي که خرابېږي؟


اسلام اباد: د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره ګوري. د دواړو هېوادونو اړیکي په ایېبټ اباد کې د اسامه تر وژنې وروسته ډېر کړکېچن شول. دا انځور د روان زېزږیز کال د مې په ۲۷مه اخیستل شوی دی.
اسلام اباد: د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره ګوري. د دواړو هېوادونو اړیکي په ایېبټ اباد کې د اسامه تر وژنې وروسته ډېر کړکېچن شول. دا انځور د روان زېزږیز کال د مې په ۲۷مه اخیستل شوی دی.
رپورټ: پامیر ساحل، مشال راډیو

په اېبټ اباد کې د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته له کړکېچ سره مخامخ د پاکستان او امریکا اړیکي لا نور خراب شول. تر دې وروسته، بیا د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې یو رپورټ خپور کړ او په کې یې وویل چې د پاکستان استخباراتي ادارې آی اېس آی ځېنې کسان نیولي دي، چې په کې یو د پوځ مېجر هم شامل دی او دا کسان په دې تور نیول شوي چې له امریکايي استخباراتي ادارې سره یې مرسته کړې وه چې اسامه پیدا کړي. د فرانسې خبري اژانس اې اېف پي لیکي: ((امریکا هڅه کوي چې اوس له پاکستان سره خپل خراب اړیکي بیا سم کړي.)) دا اړیکي به سم شي او که لا نور به کړکېچن شي؟

رویټرز خبري اژانس د کارپوهانو له خولې وايي: ((امریکا پاکستان په دې مجبورول غواړي چې په قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې دې د اورپکو د پټنځایونو پر ضد عملیات وکړي.))

همدا راز کارپوهان دا هم وايي چې امریکا پر پاکستان ټینګار کوي چې د بمونو او وسلو جوړولو د هغو کارخانو پر ضد هم عملیات وکړي، چې په اړه یې باور کېږي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتولو لپاره مرسته کوي.

د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د جنوبي اسیا د چارو کارپوهه لېزا کورټېس وايي: ((پاکستان دا ښکاره کول غواړي چې هغه څه به کوي چې د دې هېواد د قامي امنیت له ګټو سره سم وي، که هر څومره امریکا ورته ووايي یا یې وکړي.))

د لېزا په خبره، په داسې حال کې باید امریکا له صبره کار واخلي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې، د قاید اعظم پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې یوه استاذ ډاکتر مظفر خان ظفر، له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې د دوو هېوادونو اړیکي د هغوی د قامي ګټو پر بنسټ وي او پاکستان او امریکا یو بل ته اړتیا لري: (( د دوو هېوادونو د اړیکو اساس په قامي ګټو ولاړ وي. زما په نظر د پاکستان او امریکا له یو بل سره ډېرې مهمې ګټې خوندي دي. دا مهال باید د دواړو ایتلاف او ملګرتوب ژوندی اوسي او دا ډېره ضروري ده. د دواړو ډېرې مهمې ګټې دي، د بېلګې په ډول، پاکستان په اقتصادي ډول د امریکا له مرستې پرته نشي پاتې کېدای. دویمه خبره دا ده چې پاکستان د هېواد دننه د نا دولتي عناصرو لکه طالبانو، او نور ترهګرو ډلو لخوا له سخت ګواښ سره مخامخ دی او پاکستان په ځانته ځان د دوی مخنیوی او مقابله نشي کولای.))

پراګ: په امریکا کې د پاکستان سفیر حسین حقاني وايي د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه کولو لپاره کار روان دی. دا انځور د ۲۰۱۰ز کال د جولای په اتمه اخیستل شوی دی.
پوهاند مظفر وايي، بل خوا ته امریکا هم پاکستان ته د ترهګرۍ پر ضد د جګړې لپاره اړتیا لري. په افغانستان کې هم ورته اړتیا لري. د ده په خبره، په دې اساس د پاکستان او امریکا اړیکي به نور خراب نشي: ((د پاکستان او امریکا په اړیکو کې دا فشار چې دی دا به بالاخره کمېږي، دا به نه زیاتېږي. اړیکي به لا نورې نه خرابېږي او دا به د بالکل ختمېدو حد ته هم نه رسېږي. پاکستان دا نشي زغملای، که اړیکي نور خراب یا ختم شي نو یو خو به پاکستان په سیاسي ډول ځانته پاتې شي او بیا په اقتصادي ډول به په فوري ډول راوغورځېږي، نسکور به شي.))

پوهاند مظفر وايي: ((د امریکا او پاکستان اوږدمهاله ستراتیژیکي اړيکي دي او دا په وړو خبرو نه ختمېږي.))

رویټرز خبري اژانس د پاکستان د یوه لوړپوړي چارواکي له خولې وايي: ((هر کس د اسامه بن لادن د وژنې په کار غوسه دی. امریکایان پخپله هم په دې پوه دي. نو ځکه پر پاکستان فشار زیاتوي چې حالات سم شي. خو په داسې طریقو پرمختګ نشي کېدای.)) دې چارواکي د نوم نه ښودو په شرط دا خبرې کړې دي.

هلته د دفاعي چارو کارپو طلعت مسعود وايي د پاکستان د پوځ دننه هم داسې د کړاو او د خپګان کیفیت دی چې آخر دا څه روان دي.

خو په امریکا کې د پاکستان سفیر حسین حقاني ويلي دواړه هېوادونه د اړیکو ښه کولو لپاره کار کوي.

د امریکا د ټولو ځواکونو مشر اېډمرل مایک ملن هم د فرانسې خبري اژانس اې اېف پي ته ویلي چې داسې موقعې شته دي چې اړیکي پرمخ ولاړې شي.
XS
SM
MD
LG