د لاسرسي ځای

تازه خبر

انډونیزیا:بنسټپاله ابوبکر بشیر ته ۱۵ کاله سزا واورول شوه



د اندونیزیا یوعدالت بنسټ پاله مسلمان مذهبي مشر ابو بکر بشیر د یوې ترهګرې ډلې د منظمولو او چلولو په تور په ۱۵ کاله بند سزا کړی دی.
قاضي هیري سوانتورو دا اعلان په مرکز جاکارتا کې وکړ.((د دې لپاره چې په قانوني توګه ثابته شوه چې ابوبکر بشیر دا منلې ده چې هغه دا جرم کړی دی. عدالت هغه ته د ۱۵ کلونو سزا ورکوي.))

د ( اچي) په سیمه کې د ترهګرو د روزلو په کمپ کې د بیلابیلو بنسټ پالو ډلو وسله وال یوځای کیدل او پلان یې درلود چې پر بهرنیو او منځلاریو مسلمان مشرانو بریدونه وکړي.
ابوبکر بشیر په اګست کې څو میاشتې وروسته تر دې ونیول شو چې پر دغه کمپ پولیسو چاپه واچوله.

۷۲ کلن بشیر له کلونو راهیسې خپل ملاتړي د لویدیځ او په اندونیزیا کې د سیکولر ډوله ډیموکراتیک حکومت پر ضد جهاد ته هڅول .

نوموړی د بنسټ پاله ډلې جامعه اسلامیه روحاني مشروو. دغه ډله په دوه زره دوهم کال کې د بالي په ټاپو کې په چاودنو تورنه شوې ده چې په هغو چاودنو کې تر ۲۰۰ ډیر کسان وژل شوي چې اکثره یې بهرنیان وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG