د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان:ډاکټران عدالتي پلټنه غواړي



خدای نور ناصر کوټه

دبلوچستان دسرښار کوټي په ګډون په ټولوښارونوکي په سرکاري او شخصي روغتونوکي ډاکټرانوهړتال پيل کړی. که څه هم په سرکاري روغتونوکي دډاکټرانوهړتال له تیرو دوو میاشتوڅخه روان دی. خوله تیري ورځي راهیسي يې په شخصي روغتونوکي هم هړتال پيل کړ.

تیره ورځ دپولیسوله خوادډاکټرانوپه لاریون ډزي شوې، چي په کې اته ډاکټران ټپيان شوي وو. او تردې وروسته ددوي احتجاج نورهم سخت شو. او اوس نه يواځي ځوان ډاکټرانو، بلکې مشران ډاکټرانوهم په هړتال دي.

ډاکټرانود زیارت/پنج شنبې په غرمه دکوټي پریس کلب مخي ته لاریون وکړ،اوغوښتنه يې وه، چي ددوي په لاریون د ډزو دي عدالتي پلټني وشي. دلاریون يوه ګډونوال ډاکترلعل محمدکاکړددي داحتجاج په اړه وايي؛ زموږ احتجاج او هړتال به ترهغوروان وي،چې غوښتنې مو نه وي منل شوې٬٬

په لاریون کي ډاکټرانودصوبايي حکومت، وزیرصحت او دصحت دڅانګي چارواکوپه ضدشعارونه ورکړل. خوددې ترڅنګ يې په بیابیاویل، ځوان او سینیرډاکټران ټول سره يو دي.


سره له دې چي تردې مخکي به دځوان ډاکټرانوپه لاریون کي مشران ډاکټران ډېرکم ترسترګوکیده، خو په نني لاریون کي يې شمیرترپخوازیات وو.

دمشرانوډاکټرانوداتحاديې مشرډاکټرسلطان ترین دلاریون په وخت له مشال سره په خبرو کي وویل،زموږهړتال به روان وي، او نور به سختيږي. ورځ په ورځ دحکومت لپاره موږ سختیاني جوړوو. موږ به یاانقلاب راولواویابه دا حکومت لري کوو. موږ اوس شاته نه ځو. ګولۍ خورو، خو له خپلوغوښتنو يو ګام پر شا نه ځو٬٬
ددې پوښتني په ځواب کي چي د وزیراعلی بلوچستان له خوا ویل شوي ترصوبائي بجټ وروسته به دنورو صوبوله چارواکوسره ويني، او بیابه ددوي غوښتني دنورو صوبوله ډاکټرانوسره سم ترسره کوي. تربجټ پوري څو ورځي انتظار ډاکټران ولي نشي کولی.


ډاکټرسلطان ترین يې په ځواب کي وویل، خبره اوس دبجټ نه ده. اوس خوزموږ اولنۍ غوښتنه داده ،هغه چا چي زموږ په ملګرويې ډزي کړېدي، ټپيان کړي يې دي. دهغو دې عدالتي پلټني وشي. دبلوڅو یادپښتنوپه غالۍ سره کښېني، اوکه دعدالت له لاري ددې پلټني کوي. اول زموږ غوښتنه داده چي دغه کسانوته دي سزا ورکړل شي، چي په ډاکټرانويې ګولۍ چلولې دي٬٬



بلخوا تیره ورځ دپولیسوله خوانیول شوي ټول ډاکټران بیرته خوشي شوي دي. خوډاکټرانو غوښتنه ده، چي دپولیسوله خوايې دملګرو په ټپي کيدو دي عدالت سوموټویاازخودنوټس واخلي.


دځوان ډاکټرانوداتحاديې مشرډاکټرصمدپانيزي لاریون ته په خپلوخبروکي وویل ددوی احتجاج او هړتال به روان وي. او که يې غوښتني ونه منل شوې، نو ډېرژربه د اسلام اباد پرلور لانګ مارچ اعلان کړي.

په دې برسیره چي ډاکټران دخپلوغوښټنولپاره په هړتال دي. دحکومت بلوچستان له خواپه خپرې شوې يوې خبرپاڼه کي ویل شوي، وزیربلوچستان دصحت دڅانګي په چارواکوږغ کړی، چي دسرکاري روغتونوپه شعبه حادثات کي دي ژرترژره د نورو ډاکټرانوډيوټۍ ولګول شي. ترڅوغریبوخلکوته د درملني ستونځي ورپيښي نشي.
XS
SM
MD
LG