د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولن: امریکا به له خوندي افغانستان وځي




د امریکا جګپوړی پوځي چارواکي وايي له افغانستان سره د اوږدې مودې د مرستې ژمنه کوي. د امریکا لوی درستیز وایي، په افغانستان کې باید د امریکایي ځواکونو تر وتلو مخکې د طالبانو او القاعده شبکې پر ضد په جګړې کې پرمختګ شوی وي.

د امریکا لوی درستیز امیرالبحر مایک مولن یوه امریکایي تلویزیون ته د سې شنبې په ورځ وویل، سر بیره پر دې چې یوشمېر پوځیان به له افغانستانه ووځي، بیا به هم هلته امریکا یی پوځيان پاتې وي.

مولن زیاته کړه، که په درې څلور کاله کې امریکا خپل پوځیان له افغانستانه وباسي بیا به هم دا پوښتنه کیږي، چې پوځیان مو ژر وتلي دي.

په افغانستان او پاکستان کې هم یوشمېر سیاستوال دې ته اندیښنه لري، چې له افغانستانه به د بهرنیو پوځیانو له ژر وتلو تندرلارې اورپکې ډلې ګټه واخلي.

د افغانستان یو اوسېدونکی عبدالمتین خیرخواه وايي ، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مسلې هغه افغانان ډیر اندیښمن کړي دي، چې په افغانستان کې یې کورنۍ جګړه لیدلې ده.،که چېرته د بهرنیو ځواکونو لمن له افغانستانه ټوله شي، تاسو به تر ۱۹۹۱ م کال هم بدتره ورځ ووینۍ..″

په خیبر پښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند یو مشر هاشم بابر هم وایي، چې امریکا دې هغه وخت له افغانستانه پوځیان وباسي، چې کړې ژمنې ترسره کړي.

وروسته تر دې چې د اتیایمو کلونو په پای کې د پخواني شوروي اتحاد پوځیان له افغانستانه ووتل، امریکا دغه هیواد ته شا کړه، چې بیا کورنۍ جګړه ونښته او په نتیجه کې یې طالبان واکمنان شول.

د امریکا لوی درستیز امیرالبحر مایک مولن وایي، موږ به تیرې تیروتنې بیا تکرار نه کړو. مایک مولن بیا په تیرو اتلوسو میاشتو کې په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې د شویو پرمختګونو ستاینه وکړه خو له افغانستانه یې د امریکایي پوځیانو د وتلو شمیره مشخصه نه کړه.

ده وویل، موږ به تر دوه زره څوارلسم کال پورې چې پوځیان له افغانستانه ورو ورو وځي په پوځي ډګر کې پرمختګ ته دوام ورکړو.

د امریکا لوی درستیز بیا وویل، کله چې په دوه زره څوارلسم کال کې د افغانستان امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپارو؛ نو باید په حکومت او پرمختیایي برخو کې دومره پرمختګونه شوي وي، څو دغه هیواد خوندي شي.
XS
SM
MD
LG