د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو په پکتیکا کې ۱۳ وسلوال طالبان وژلي


پکتیکاولایت امنیتي چارواکو د دې ولایت په بیلابیلو سیموکې د ۱۳ وسلوالو طالبانو د وژل کېدو او دریوتنو نورو دژوندي نیول کېدو خبرورکړی.

او د پكتيا په سيدكرم ولسوالۍ كې د يوې چاودنې له امله امله څلور تنه عام وګړي وژل شوي.

په پکتیکا کې د ملي اردو د ۲۰۳ تندرقول اردو د دویمې لوا ویاند جګړن هارون یوسفزى وايي، چې د پکتیکا په اومنه ولسوالۍ کې تیره شپه د ناټو ځواکونوله لوري د بمبارۍ په لړ کې د طالبانو د یوه سیمه ایز قومندان په ګډون۱۲ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

جګړن هارون زیاتوي، چې د ګډوځواکونوله لوري د پکتیکا د بک خېل ولسوالۍ د جلالزوپه کلي کې د یوه وسلوال جسد د یومیل کلاشنکوف سره ترلاسه شوی دی.

او د دې ترڅنګ د ملي اردوځواکونود اورګون ولسوالۍ د ښوی قمرپه سیمه کي درې تنه وسلوال طالبان له څلورمیله کلاشنکوف اوګڼ شمیرمرمیوسره یوځای ژوندي نیولي چې په وينا يې دامهال د دولتي ځواکونو په ولکه کي دي.

بلخوا د چهارشنبې په مازديګر د پكتيا په سيدكرم ولسوالۍ كې د يوې چاودنې له امله څلور تنه ملكي وګړي ووژل شول.

د سيدكرم ولسوالۍ د پوليسو قومندان څارمن اختر محمد په وينا، چې په وژل شويو كې يو تن ماشوم او او نور هم عام خللك دي، نوموړى زياتوي، چې ګمان كېږي په وژل شويو كې يو تن ځانمرګى بريد ګر وي.

د یادولو ده، چې د یادو پېښوپه اړه تر دا مهاله وسلوالو طالبانو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG