د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی: شانګهای دې د افغانستان سوله کې مرسته وکړي


ولسمشر حامد کرزي نن په قازاقستان کې د شانګهای د همکاریو د سازمان غونډې ته په وینا کې هیله څرګنده کړه چې ددې سازمان غړي هیوادونه به په افغانستان کې د سولې له پروسې سره له مرستو ډډه ونه کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې ښاغلي کرزي همداراز وویل چې افغان حکومت غواړي، د هغو طالبانو نومونه د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له تور لیست نه لرې شي چې د سولې له پروسې سره مرسته کوي.

ولسمشر همداراز په خپلې وینا کې له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو سند ته په اشارې سره وویل، چې هیواد یې په دې برخه کې د ګاونډیو او د سیمې د هیوادونو اندیښنې په پام کې نیسي او له هغه څه نه به ملاتړ ونه کړي چې دغو هیوادونو ته پکې خطر پيښیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG