د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او پاکستان د ښخو لپاره خطرناک هیوادونه


افغانستان او پاکستان د ښځو لپاره په نړۍ کي تر ټولو خطرناکه هيوادونه دي

په لندن کي د تومپسن رایټرز فاونډېشن په نامه يوې نړيوالي ادارې له راپور سره سم افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کي تر ټولو خطرناکه هيواد دی.

د راپور په وينا په دغه هيواد کي د طبي آسانتياوو نيشتوالی، پر ښځو تشدد او امتيازي سلوک هغه مهمي خبري دي چي د ښځو ژوند يې تريخ کړی دی. له راپور سره سم په دغه هيواد کي په هرو يوولس ښځو کي يوه ښځه د زېږون پر مهال مري.

په دوهم نمبر خطرناکه هيواد کانګو دی چيري چي د راپورونو سره سم هر کال پر څلور لکه ښځو باندي جنسي تېرۍ کيږي.

د ښځو لپاره دريم خطرناکه هيواد پاکستان دی چي د غيرت په نامه هر کال يو زر ښځي پکي وژل کيږي. په دې هيواد کي د ښځو پر مخونو تېزاب پاشل او په وړوکوالي ودونه هم عام دي.
XS
SM
MD
LG