د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان:د ډرون برید ۱۰ مشکوک اورپکي ووژل



نن ماسپښين د جنوبي وزيرستان د واڼه په کاريزۍ او مدي کوټ سيمو کي د ډرون په بريد کي لږ تر لږه ۱۰ مشکوک اورپکي وژل شوي دي.

له سيمي څخه زموږ د خبريال په وينا لومړی بريد په کاريزۍ کي پر يو ګاډۍ وشو چي په ترڅ کي يې درې مشکوک اورپکي ووژل شول.

دوهم بريد د مدي کوټ په سيمه کي د طالبانو د يو ځايي قومندان پر کور وشو چي په ترڅ کي يې په کور کي موجود ۷ اورپکي ووژل شول.

د پاکستان په قبايلي سيمو شمالي وزیرستان او جنوبي وزيرستان کي د بې پايلټه مشکوکه امريکايي الوتکو لخوا له ډيري مودې راهيسي بريدونه دوام لري چي د القاعده او طالبانو يو شمېر غړي يې په نښه کړي دي.
XS
SM
MD
LG