د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلیک واټر یو چارواکی درې کاله سزا شوی


دامریکا په متحده ایالتونو کې د بلیک واټر تنظیم یو پخواني امنیتي مامور ته په دې تور چې افغانستان کې یې په ډزو خلک وژلي د (دریوو ) کلو نه زیاته سزا اورول شوېده .

کرسټوفر ډراټ لیف چې ۳۱ کلن دی، ورته د امریکا فیدرالي عدالت دنهې په ورځ دا سزا واوروله .

په نوموړي تور دی چې په ۲۰۰۹م کال کې یې افغانستان کې په ډزو دوه افغانان وژلي وو.

ډراټ لیف او یو بل قراردادي ملازم جستین کینن ) په مارچ میاشت کې په دې تورن ګرځول شوی چې په افغانستان کې یې له قصده خلک وژلي دي. د کینن دبرخ لیک په اړه به عدالت پریکړه د جون په اوه ویشتمه نیټه کوي.

دواړو په ځان لګیدلي تورونه ناسم ګڼلي او وايي دوی یوازې دځان د ژغورلو لپاره په خلکو ډزې کړې وي. بلیک واټر تنظیم اوس په نړۍ کې د اېکس سرویس په نوم پیژندل کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG