دپاکستان حکومت پریکړه کړې ده چې دجون له دیرشمې نیټې نه به دنیشنل ایجوکیشن فاونډیشن په نوم اداره ختموي او په قانون کې د اتلسم ترمیم له مخې به دتعليم محكمه په مكمله توګه صوبو ته سپاري.
داپریکړه د ۲۷۰۰ کمیونتي سکولونو په شاګردانو بد اغیز شیندلی شي، په دې اړه د نیشنل فاونډیشن د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو دڅانګې مشر کریم شا وايي ،د ۱۱۴۰۰۰ماشومانو لپاره هیڅ متبادل نظام نشته او دوی به خپلې زدکړې څنګه جاري ساتي.
خو دخیبر پښتونخوا حکومت د نیشنل ایجوکیشنل فاونډیشن دختمولو په اړه تراوسه کوم دریځ نه دی خپل کړی.