د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تونس پر پخواني ولسمشر په غیرحاضري کې مقدمه چلېږي


د تونس پخوانی ولسمشر زین العابدین بن علي چې په سعودي عرب کې دی، د روانې میاشت په ۲۰مه نېټه په خپله غیر حاضرۍ کې تر مقدمې لاندې راځي.

د تونس لنډمهاله وزیراعظم بیجي سید سیبسي له الجزیره ټیلي وېژن سره د یوې مرکې پر مهال ویلي پر بن علي به په پوځي او ملکي عدالتونو کې مقدمه چلېږي. د دې هېواد چارواکو تیاري کوله چې د بن علي پر ضد یو شمېر قانوني معاملې تیارې کړي.

په دې کې د دولت پر ضد د دسیسې جوړولو، په ارادي ډول د ټولوژنې، او د نشه یي موادو د قاچاق معاملې شاملې دي. رپورټونه وايي د سعودي عرب چارواکو د پخواني مشر او د هغه د مېرمنې تونس ته د سپارلو د غوښتنو ځواب نه دی ورکړی.

د روان کال د جنورۍ په څوارلسمه بن علي د ولسي پاڅون له کبله خپله دنده پرېښوده او سعودي عرب ته لاړ. نوموړی تر ۲۳ کالونو په واک کې وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG