د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: پر تېلو وړونکو ټانکرو بریدونه ،شپږ سوځول شوي


په قبایلي سیمې خیبر اېجنسۍ کې په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته پر تلونکو ټانکرو برید شوی دی.

له سیمې د مشال راډیو خبریال ته چارواکو ویلي چې برید بېګا د شپې په تورخم کې شوی دی. د برید پر مهال شپږ ټانکرې سوزېدلې دي او په زرګونه لیټره تېل په کې ضایع شوي دي.

چارواکي وايي په پېښه کې ځاني زیان نه دی شوی. د پېښور او تورخم پر لویه لار اکثر ناټو ځواکونو ته پر تېل او سامان وړونکو ګاډو بریدونه کېږي د اوسني برید پړه عبداله عظام برېګېډ پر غاړه اخیستې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG