د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند:د افغانستان یو سمسور ولایت خو اوس....




د افغانستان هلمند ولایت له جګړې وړاندې كلونوكې يو زراعتي او صنعتي ولايت وو. غلې دانې او توليدات به يې نورو ولايتونو او له هيواد بهر هم استول کېدل.خو د جګړو په كلونو كې د كوكنارو په يو ستر صادروونكې ولايت بدل شو.


د سيمې اوسيدونكي او كار پوهان وايي، که دولت له کروندګرو سره مرسته وکړي او دوی د پنبې کښت ته وهڅوي نو د کوکنارو ښه بدیل کیدای شي .او د پنبې حاصلاتو لپاره په ملي او نړیواله کچه ورته مارکېټ هم پیدا کړي.
د افغانستان د هلمند ولایت پراخې دښتې لري او د هلمند سیند په لرلو پرېمانه اوبه هم لري چې دا مهال ترې ډېره کمه ګټه اخیستل کیږي.


د زراعت کارپوهان وایې چې که د هلمند دښتې آبادې او وکرل شي نو د ټول افغانستان لپاره غله دانه پوره کولای شي.
خوکومې ځمکې چې ابادې دي، له هغوهم ترډېره د کوکنارو کښت ګټه اخیستل کیږي
.
په افغانستان کې د انقلاب له راتلو وړاندې په هلمند او ګاونډي کندهار ولایت کې پرېس فابریکې وې، چې د پرېس ترڅنګ به یې غوړي ، کنجاړه ، او صابون هم تولیدولو او په سلګونو کارګران به پکې په کار بوخت وو.

د پښتوژبې وتلی شاعر او لیکوال پیرمحمدکاروان، چې یو وخت د کندهار ولایت په نساجي فابریکه کې کارګروو، اوله هلمند ولایت څخه به هم پنبه ورتله ،وایې چې که ریښتیا هم دولت په دې برخه کې کار وکړي نوښایې چې په سلګونو او حتی په زرګونو کسانو ته کارپیدا شي او د هېواد اقتصاد به هم پیاوړی شي .

كاروان په دې اړه زياتوي،زه به تاسو ته د كندهار د نساجي فابريكه ياده كړم، په دې فابريكه كې نږدې دوه زره د نساجي ماشينونه وو، چې له پخواني شوروي او جرمني هېواد څخه راوړل شوي وو، دې فابريكې د كار په پيل سره ثابته كړه، چې د هېواد د اقتصاد په غوړيدو كې فعاله برخه اخېستى شي، خو وروسته په هېواد كې د بدلونونو او جګړو په پيل سره دغه فابريكه له سقوط سره مخامخ شوه، كه اوس هم په هلمند او كندهار كې دا فابريكې فعالې شي، په سلګونو څه، چې په زرګونو كارګران به پكې په كار بوخت شي او د هېواد د اقتصاد د پياوړتيا سره به هم مرسته وكړي٬٬

د هلمند د کرنې ریس اینجینر احمدالله احمدزی وایې، چې ريښتیا هم درې لسیزې وړاندې په هلمند کې داسې پنبه کرل کیده، چې نړیوال بازار یې درلود او اوس هم دوى د پنبې د کر د بیا رواج لپاره د ولسواليو بزګرانو ته یوروزنیز ورکشاپ جوړکړی چې په دې برخه کې مسلکي وړتیاوې ترلاسه کړي.

د دې ترڅنګ د بولان په کرنیز فارم کې د پنبې په کرسربېره د نورو غلو دانو او مېوو په اړه هم بزګرانو ته زده کړې ورکول کیږي، خو د مارکېټ په پیدا کولو کې باید مرکزي دولت ورسره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده، چې پر پنبې سربېره د افغانستان نورې ميوې دانې لکه انګور، انار ، مڼې ، بادام ، پسته ، چارمغز ، اونور نړیوال شهرت لري خوترټولو غټه ستونزه یې بهرنیو مارکېټونو ته صادرول دي چې نیږدې نیمایې برخه یې په اوس وختونو كې بازار ته په نه رسیدو په همغه ځای کې له منځه ځي.
XS
SM
MD
LG