د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه:ډاکټران د هسبتال پر ځای په جیل کې




د بلوچستان په مرکز کوټه کې پولیسو پر ډاکترانو د مظاهرې پر مهال اوښکې
بهوونکی ګیس غورځولی دی چې له کبله یې یو شمېر ډاکتران ژوبل شوي دي.
له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي د پولیسو په ډزو او وهل ټکول کې اته ډاکټران ټپیان شوي او تر ۶۰ زیات ډاکټران نیول شوي دي.

د بلوچستان ډاکټران د خپلو تنخواګانو د زیاتوالي غوښتنه کوي.د مارچ میاشتې په وروستیو کې پاکستان میډیکل اتحادیې مشرډاکټرطارق مشال رېډیو ته ویلی وو ،چي دا وخت د ډاکټرانو میاشتنۍ تنخواګانې له ۱۳ زره نه واخلې تر ۱۸ زره روپۍ پورې جوړېږي چې د یوه مزدور هومره هم نه ده.

ډاکټر طارق زیاتوي،‎((چي په ګاونډي هیوادو،لکه هند او بوټان کي د یوه ډاکټر میاشتنۍ تنخوا له ۷۰زرو نه ۸۰ زرو روپیو پوري ده او په سعودي کي هم دغه زموږ پاکستاني ډاکټرانو ته د هغه ځاي حکومت له ۷ څخه تر ۸ لکه روپیو پوري میاشتنۍ معاش ور کوي.))

ډاکټرانو له بلوچستان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د دوی میاشتنۍ تنخوا دې هم د ډاکټرانو له عهدې سره سمه لوړه شي چې د دوی په په خبره هاوس افسر ته دې ۳۵ زره روپۍ ، میډیکل افسر ته دي ۸۰ زره روپۍ ، رجسټرار ته دي یو لک،پنځوس زره او میډیکل ایسوسي ایټ افسر ته دي ۳ لکه میاشتنۍ تنخوا ورکړل شي که نه نو سخت احتجاج به وکړي.
XS
SM
MD
LG