د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس د خروټ آباد د پېښې یو ګواه او د پوسټمارټم ډاکټر وهلی دی


د بلوچستان په مرکز کوټه کې پولیسو هغه خبریال خوشې کړی دی چې د خروټ اباد د پېښې په اړه یې عدالتي ټرېبیونل ته بیان ورکړی وو.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي پولیسو خبریال جمال تره کی هغه مهال نیولی وو چې دی له کوره دفتر ته روان وو. په تاڼه کې تر یو ساعت ساتلو وروسته یاد خبریال خوشې کړل شوی دی.

جمال تره کي د مشال خبریال ته ویلي چې پر ده تشدد هم شوی دی. موده مخکې د کوټې په خروټ اباد کې پولیسو او اېف سي سرتېرو پینځه چېچنیايي وګړي د خلکو مخکې وژلي ول چې تر دې وروسته بیا حکومت د پلټنو امر ورکړ.

هلته پر ډاکتر باقرشاه هم پولیسو تشدد کړی دی چې د وژل شویو چېچنیایانو پوسټ مارټم رپورټ یې جوړ کړی وو. تر دې پېښې وروسته د پولیسو لویو چارواکو د دوو تاڼو مشران هم معطله کړي دي.

په کوټه کي پولیسوهغه خبریال نیولی چي دخروټ اباد دپېښي په هکله عدالتي تریبوینل ته بیان ورکړی وو. جمال تره کئ نن سهار پولیسوهغه مهال ونیو،چي له خپل کور څخه د دفتر پرلور روان وو. بلي خواته تیره شپه پولیسوپه هغه سرجن باندي تشدد کړی چي د وژل شویو کسانو پوسټ مارټم يې کړی وو. دا سرجن ډاکټرباقرشاه او خبریال جمال تره کئ دواړه وايي دحکومتي ادارو له خوا ورته دهمکۍ ورکړل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG