د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ :په اخ وډب کې د مړیو شمېر ۱۴ تنو ته ورسېد





په کراچۍ کې په تیر یوه شواروز کې اته نورکسان وژل شوي دي. دپولیسو ځايي چارواکي وايي د بدامنۍ دا پېښې په قصبه کالونۍ او وفاقي اردو یونیورسټۍ ،کې رامنځ ته شوي دي.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي چې تردې یو ورځ مخکې هم په ډزو کې شپږ نور کسان وژل شوي وو.

په نخښه شوو کسانو کې یو شمیر پښتانه هم شامل دي. په کراچۍ ښار اورنګي ټاون سیمه کې نن د کاربندیز دریمه ورځ ده.

په نوموړي ښار کې عوامي نیشنل پارټي او متحده قامي مومېنټ پر یوه بل تور لګوي چې د بدامنۍ په خورولو کې لاس لري.

پرون هم په اخ وډب کې د پولیس په وینا د متحده قومي موومنټ درې تنه او یو د پیپلز ګوند غړی وژل شوی وو.

پولیس وايي د کراچۍ ښار په بېلابېلو برخو کې کې له هغې وروسته تاوتریخوالي زور واخیست چې کله پر موټرسایکل سورو نامالومه کسانو د اورنګي ټاون په علي ګړ بازار کې ۳۵ کلن شفیق په ډزو ووژلی.

د سیمې د پولیسو یو مشر مجید عباس په وینا خبره وژل شوی تن د متحده قومي مومېنټ غړی وو.د شفیق د وژنې وروسته د ښار په قصبه کالونۍ ،بخاري کالونۍ،پیرآباد،علي ګړ او کټي پهاړي په سیمو کې نامالومه وسله والو ډزې شورو کړې چې له وجې یې په سیمه کې ویره خوره شوه او کاربارونه وتړل شو.

د سیمې یو استوګن وايي وايي له برایه راهیسې پیل شوې ډزې نن ګهیځ هم روانې وې. او د هغه په خبره چې بیګا یې ټوله شپه په روڼه تېره کړې ده.دوی وايي چې دوه تن نور په ډزو لګېدلي دي.

په علي ګړ کالونۍ کې اکثریت اوسېدونکي پښتانه او اردو ژبي دي.

د عباسي شهید هسپتال د ډاکټرانو وینا ده،چې له پرون ماځیګره تر نن سهاره پورې د ځلور کسانو مړي وروړل شوي دي.له دې علاوه د دوو کسانو مړي سیول هسپتال ته هم وړل شوي دي.

په وژل شویو کې یو تن ضییا عالم ايډوکیټ د پیپلزګوند غړی دی.

په ښار کې د تېرې ورځې راهیسې د اخ وډب د روانې لړۍ تورونه عوامي نېشنل پارټۍ او متحده قامي مومېنټ پر یوه بل لګولي دي.

د یادونې وړ ده چې په کراچۍ کې د اخ وډب روانه لړۍ په داسې مهال بیا بیل شوې چې د سیند حکومت په ښار کې د رینجرز امنیتي ځواکونو پر فعالیت له سره غوره کوي.

په کراچۍ کې تېر کال هم د هدفي وژنو او تاوتریخوالي لړۍ روانه وه چې په کې په سلګونه کسان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG