د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې ځانمرګی برید شوی دی


د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د یوه بانک مخې ته ځانمرګی برید شوی دی.
د پولیسو له وینا سره سم، په برید کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی دی. د ښار د پولیسو مشر واجد دراني ويلي دا وژل شوی کس د بانک ساتونکی وو چې د ځانمرګي مخه یې ونیوله. د ده په خبره په پېښه کې ځېنې کسان ژوبل شوي هم دي.
هلته د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د شنبي او یکشنبې ترمنځ د شپې په شوي ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر ۴۰ ته رسېدلی دی. له سیمې د مشال خبریال وايي پینځه ژوبل شوي کسان په روغتون کې مړه شوي دي. برید د خیبر سوپر مارکيټ له یوه هوټل سره شوی وو. د برید پړه د نیمې قبایلي سیمې دره ادم خېل د طالبانو ډلې پر غاړه اخیستې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG