د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته د سي آی اې د مشر سفر





د امريکا د استخباراتي ادارې مشر ليون پنيټا له پاکستاني چارواکو سره د پاکستان د هغه وړانديز په باب خبرې وکړې، چې له امريکا يې غوښتي وو په پاکستان کې د خپل پوځي پرسونل شمېر کم کړي.

د پاکستان ځينې پوځي چارواکي وايي په خپله خاوره کې د نورو پَل نه شي زغملاى.


د پاکستان د پوځي او استخباراتي مشرانو په خبره دوى د امريکا د استخباراتي ادارې سي آی اې مشر ليون پنيتا ته وويل دوى د دې پرېکړې بېرته اخيستو ته حاضر نه دي، چې ويل شوي وو په پاکستان کې دې د امريکايي پوځيانو شمېرکم شي.

پنيټا چې ټاکل شوې بله مياشت د امريکا د دفاع وزير شي، د جمعې په ورځ په يوه نااعلان شوي سفر پاکستان ته ورسېد، وروسته تر هغه چې اسلام اباد ته نژدې د امريکايي ځواکونو په بريد کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ووژل شو او دې مسئلې د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکې خړې پړې کړې وې، دا پاکستان ته د پنيتا لومړى سفر و.

رویټرز خبري اژانس لیکي،د پاکستان پوځ د زیارت په ورځ وويل، چې په پاکستان کې يې د امريکايي پوځيانو شمېر په شدت سره کم کړى او د امريکا له استخباراتو سره د استخباراتي معلوماتو د شريکولو لپاره هم څرګند محدوديتونه ټاکل شوي. خو پنيټا د پوځي روزونکو او پوځيانو پر کمېدو اندېښنه څرګنده کړه.

رویټرز د پاکستان د پوځ د یو چارواکي په حواله لیکلي،دوی پنیتا ته په څرګنده وويل چې په خپله خاوره کې هېڅ پردى پل نه شي منلاى

پنيتا د پاکستان له سرلښکر جنرال اشفاق کياني او د پوځي استخباراتو له مشرلیفټینېنټ جنرال ( ډګر جنرال ) احمد شجاع پاشا سره خبرې وکړې.

امريکايي چارواکو هم دا منلې چې پاکستان په خپله خاوره کې د امريکا د پوځي پرسونل او استخباراتي مامورينو شمېر کموي، خو واشنګټن تمه لري چې ځينې امريکايان به په پاکستان کې پاتې شي.

رویټرزیاتوي،يوه امريکايي چارواکي له پاکستاني چارواکو سره د ليون پنيتا څرګندونې اغیزناکی وګڼلې او ويې وويل، اصلي مسئله د امريکايي پوځيانو د شمېر پر کمولو نه وه، خبره د القاعده او د هغې د ملګرو د شنډولو د ژمنی په اړه ده.

د پاکستان يوه پوځي چارواکي رويټرز اژانس ته وويل ،دوی پنيتا ته وويل چې دريځ یی څرګند دى چی د دوى خلک نه غواړي. د استخباراتي معلوماتو تبادله ښه خبره ده او دوی ورته تیاری ښودلی.

د رويټرز اژانس په حواله، امريکا له وړاندې په پاکستان کې د خپل پوځي پرسونل شمېر کم کړى دى. خو امريکايي ورځپاڼه نيويارک ټايمز ليکي، پنيتا پاکستاني چارواکو ته ځينې اسناد او له سټلايټ يا سپوږمکۍ څخه اخيستل شوي تصويرونه وښودل چې دسي اي اې په ګومان د وسلوالو د بم جوړولو دوه ځايونه په ګوته کوي، چې په پاکستان کې مېشت وسلوال له دغو بمونو په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو پرضد کار اخلي.

د بم جوړولو دغه مرکزونه د جنوبي او شمالي وزيرستان په شمال لوېديځو برخو کې فعال دي. دواړه وزيرستانونه د سخت دريځو وسلوالو پناهځايونه ګڼل کېږي.

ورځپاڼه زياتوي، ښاغلى پنيتا له جنرال پاشا سره وروسته تر هغه سختو خبرو ته مجبور شو، چې سي آی اې پاکستاني لوري ته څو اوونۍ مخکې د بمونو د جوړولو د مرکزونو په باب خبردارى ورکړ او له هغوى څخه يې وغوښتل چې پر دغو هدفونو بريد وکړي. کله چې د پاکستان پوځ ته وښوول شول چې سخت دريځي وسلوال له دغه ځايه وتلي دي، د امريکا استخباراتي اداره شکمنه شوه چې ښايي دغو وسلوالو ته به په پاکستان کې چا له وړاندې خبردارى ورکړى وي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چی د خالي په ورځ د پاکستان یو لوړ پوړي چارواکي وویل،د پاکستان لپاره بل دليل نه شته چې د بم جوړوونکو د ورکېدو په باب شکمن وي، سخت دريځې ډلې اکثره مهال له يوه ځاى څخه بل ځاى ته ځي. کله چې موږ ته د طالبانو په باب معلومات راکړل شول په بله ورځ د دوى په وړاندې د پوځي اقدام پر مهال دغه وسلوال ووتل، موږ به دا مسئله وڅېړو.٬٬

پر پاکستان تور پورې دى، چې دوه مخى سياست مخته بيايي، له يوې خوا له امريکا سره ژمنه کوي چې د سخت دريځو وسلوالو په وړاندې به مبارزه کوي، خو په بل اړخ کې د همدغو وسلوالو ډلو ملاتړ کوي، دا هغه مسئله ده چې د پاکستان استخبارات يې ردوي.
XS
SM
MD
LG