د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بادغیس کې ۳۲ وسله وال وژل شوي: افغان ملي پوځ


د افغانستان ملي پوځ ویلي د هېواد په غربي ولایت بادغیس کې یې د عملیاتو پر مهال ۳۲ طالب وسله وال وژلي او پینځه ویشت نور یې ژوبل کړي دي.
د پوځ یوه قوماندان جنرال شاه زاده ویلي پر دې مهال د افغان ملي اوردو څلور سرتېري هم وژل شوي او درې ژوبل دي. د ده په وینا عملیات د شنبې په شپه شوي دي. په افغانستان کې شا و خوا یو لک او دېرش زره بهرني سرتېري دي چې د طالب یاغیانو پر وړاندې جنګېږي. بهرني ځواکونه د ناټو اتحاد تر مشرۍ لاندې په بېلا بېلو ولایتونو کې مېشت دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG