د لاسرسي ځای

تازه خبر

له سیالانو سره په ګډه کار کوو: اردغان


د تورکیې وزیراعظم رجب طیب اردغان ژمنه کړې ده چې له خپلو سیاسي سیالانو سره به په ګډه کار کوي.
دا خبره هغه تر دې وروسته وکړه چې د نوموړي د انصاف او پرمختګ په نوم ګوند د تېرې ورځې په شویو انتخاباتو کې ډېرې رایې تر لاسه کړې. دا درېیم ځل دی چې د اردغان ګوند په رایو کې بری تر لاسه کړی دی.
د انتخاباتو تر ګټلو وروسته وزیراعظم اردغان وویل خلکو ورته د اییني پرمختګ موکه په لاس ورکړې ده. د تورکیې د وزیراعظم ګوند په ټاکنو کې ۵۰ فیصده رایې تر لاسه کړې دي خو په دې کې پاتې راغلی دی چې په ځانته ځان حکومت جوړ کړي ځکه چې په دې هېواد کې د حکومت جوړولو لپاره په پارلېمان کې دوه په درې برخې څوکۍ په کار دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG