د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قذافي وفادارو ځواکونو زليتن ښار محاصره کړى


راپورونه وايي چې د ليبيا واکمن معمر القذافي ته وفادارو ځواکونو د طرابلس د ختيځ په ١٦٠ کيلومیټرۍ کې زليتن ښار محاصره کړى، دلته له مخالفانو سره شخړې لا هم روانې دي او مخالفان هيله من دي چې طرابلس ته پر غزېدلي بندري لار پرمختګونه وکړي.

په دې هېواد کې جګړې په داسې حال کې روانې دي، چې هڅه کېږي د ليبيا مشر د ډيپلوماتيکو هڅو په مرسته له واک څخه ليرې شي.

د ترکيې صدراعظم طيب اردوغان د جمعې په ورځ وويل، ده قذافي ته له ليبيا د وتلو په صورت کې دضمانتوړانديز کړى، خو له هغه څخه يې کوم ځواب نه دى ترلاسه کړى.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG