د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په پوځ کې د بغاوت امکانات ډېر زیات دي: اېکسپریس ټرېبیون


اسلام اباد: د وژل شوي خبریال سید سلیم شهزاد انځور. د پاکستان په استخباراتي ادارې تر دې وژنې وروسته تورونه پورې کېږي.
اسلام اباد: د وژل شوي خبریال سید سلیم شهزاد انځور. د پاکستان په استخباراتي ادارې تر دې وژنې وروسته تورونه پورې کېږي.
ژباړه: مشال راډیو
سرچینه: دي اېکسپریس ټرېبیون


د پاکستان د انګريزي ژبې په ورځپاڼه ايکسپريس ټريبیون کې ليکوالې امنه جيلانې د دی هېواد د ناپرسانو سيمو په اړه يوه مقاله ليکې ده.

ليکواله وايي چې په بلوچستان کې، هره ورځ مړي میندل کېږي چې د نامالومه دولتي او نا دولتي ادارو لخوا وژل شوي وي. هم دغه شان، په کراچۍ کې مافيا په هدفي وژنو کې بوخته ده او د خبریال سيلم شهزاد وژنه هم په شهر ناپرسان کې شوېده.

ليکواله وايي انټرڼېټ هر يو کار ډېر اسانه کړيدی. د دې په خبره: ((سيلم شهزاد اخری مرکه د امريکا د دي ريل نيوز نیټ ورک له ايډيټر سره کړې وه او له دې مرکې څرګنده ده چې ده له چا خطر محسوساوه او ولې؟

ليکواله امنه ليکي: ((له سيلم شهزاده دا پوښتنه شوې وه چې څه هم وليکې شې نو امريکا پر پاکستان د القاعده او طالبانو پرضد د کوټلو ګامونو فشار راوړي او له دی سره پوځ نور هم وویشل شي، نو دا اختلاف څومره دی؟))

ددی په ځواب کې سيلم شهزاد هغه خبری کړی وی چې زياتره خلق ترې ډډه کوي. سيلم شهزاد ويلي ول چې د پاکستان پوځ په ۹۰مه لسيزه کې او په ۲۱مه پېړۍ کې هم د طالبانو مرسته کوله او له القاعده سره یې تړونونه کړي ول.

په مقاله کې له سيلم شهزاده د يو بلې پوښتنې حواله ورکړی شويده، چې ایا په پوځ کې د بغاوت څه امکان شته؟ نو د دې په ځواب کې شهزاد ويلې ول: ((د بغاوت امکانات ډېر زيات دي.))

ليکواله امنه وايي چې سيلم شهزاد په اخري مرکه کې ويلي ول، چې د سپټمبر د نهمې تر پېښو سمدستي وروسته، د هغه وخت د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی مشر ليفټېننټ جنرل محمود احمد، د افغانستان د کندهار سفر کړی وو، او د طالبانو د رژيم له چارواکو سره یې لیدلي ول. د دې ترڅنګ یې د القاعده له مشر اسامه بن لادن سره هم ليدلي ول او زباني باور يې ورکړی وو چې پاکستان به په القاعده هیڅ فشار نه اچوي او د دې ډلې کسان به نه نيسي. هم د دې له کبله د القاعده شبکې غړو ته اجازه ورکړل شوه چې په پاکستان کې مېشت شي.

سيلم شهزاد په مرکه کې زياتوي چې په ۲۰۰۳ز کال کې پر جنرل مشرف د بريد ذمه واري په القاعده اچول شوې وه، چې درواغ وه. دا په پوځ کې دننه وړوکی بغاوت شوی وو او دغه بريد د دی نتيجه وه.

سيلم شهزاد د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته، له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه ویلي ول چې د طالبانو رويه به له امريکا سره دوستانه نه وي.

د مقالې په پای کې ليکواله امنه جيلانې وايي چې د سيلم شهزاد د خبرو او په ځانګرې توګه د مهران پېښې په اړه د القاعده او د پوځ له ناکامه خبرو اترو، د دولت ځېنې عناصر خفه وو. لیکواله زیاتوي: ((اوس چې څنګه ورځې تېرېږي او څېړونکي د خپلو فکرونو او نظريو څرګندونه په ډاګه کوي نو د شهر ناپرسان بی تاجه بادشاه ته ګوته نيسې چې ای ايس ای دی.))
XS
SM
MD
LG