د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار او خوست کې بریدونه، ۱۸ وژل شوي


افغان چارواکي وايي د هېواد په جنوب کې د سړک تر غاړې شوې بمي چاودنه کې د یوه بس دننه ۱۵ کسان وژل شوي دي. په وژل شویو کې اته ماشومان دي .

د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت وايي، دا پېښه نن د کندهار ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې شوې ده. بل پلو، د افغانستان د خوست په ولایت کې د پولیسو پر یوه مرکز ځانمرګی برید شوی دی چې د بیړنیو حالاتو د پولیسو د یوه قومندان ظاهر تر څنګ یې، لږترلږه دوه نور پولیس هم وژلي دي. په دې پېښه کې ۲۳ تنه نور ټپي شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG