د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پانیټا په امریکايي سېنېټ کې پوښتنې


د امريکا د دفاع د وزارت لپاره نومول شوي وزير ليون پانیټا د ولسمشر باراک اوباما لخوا له افغانستانه د ځواکونو د ايستلو د خبري ملاټر کړی دي.
د امريکا د سېنټ پوځي کميټۍ چې کله له کارل ليون پوښتنه وکړه چې ايا دی د ولسمشر لخوا د ځواکونو د ايستلو په حق کې دی او که نه. په ځواب کې پانيټا وویل دی د اولسمشر د بيان تائېد کويې.
نوموړي زیاته کړه : (( زما په فکر د اسامه بن لادن پر ضد عملياتو پر نړۍ څرګنده کړه چې موږ امريکايان چې څه غواړه هغه کوو. له دې سره سره، دې عملياتو د يوولسم سپټمبر تر پېښی وروسته موږ ته د القاعدې د ماتولو، ويشلو او د ماتې ورکولو موقع په لاس راکړه.)) ليون پاڼيټا زياته کړه چې سي آی اې باور لري چې په عراق کې اوس هم د القاعده ۱۰۰۰ جنګيالي شته او په دې هېواد کې حالات نازک دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG