د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستانیان دې له خپلې خاورې بهرنیان وباسي: کیاني


راولپېنډۍ: د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني وايي د شمالي وزیرستان اوسېدونکي دې بهرنیان له خپلې خاورې وباسي او خپل برخلیک او خپله خاوره دې یو ځل بیا په خپلو لاسونو کې واخلي. دا انځور د ۲۰۱۰ز کال دی.
راولپېنډۍ: د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني وايي د شمالي وزیرستان اوسېدونکي دې بهرنیان له خپلې خاورې وباسي او خپل برخلیک او خپله خاوره دې یو ځل بیا په خپلو لاسونو کې واخلي. دا انځور د ۲۰۱۰ز کال دی.
رپورټ: مشال راډیو

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي حکومت ته مشوره ورکوي چې د امریکا لخوا راتلونکې پوځي مرستې دې په اقتصادي هغو کې بدلې کړل شي چې په ولس بار کم شي.

دا خبره د پاکستان په راولپېنډۍ کې د پوځ په سر دفتر کې د لوړ پوړو مشرانو په غونډه کې شوې دي. تر دې وروسته د پوځ د عامه اړیکو له دفتره په خپور شوي یوه بیان کې ویل شوي: ((پوځ له امریکا سره د ستراتیژیکي غونډې پر مهال دریځ لرلی وو چې له امریکا راتلونکې پوځي مرستې دې په اقتصادي مرستو کې بدلې کړل شي.)) د ستراتیژیکي خبرو دا غونډه د تېر کال د مارچ په میاشت کې شوې وه.

د پوځ لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي: ((د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني د شمالي وزیرستان پر زړور ولس غږ کوي چې له خپلې خاورې دې بهرنیان وباسي او یو ځل بیا دې خپله خاوره او خپل برخلیک یا تقدیر په خپل لاس کې واخلي.))

بیان همدا راز وايي چې امریکا لخوا د ترهګرۍ پر ضد د جګړې لپاره د مرستو کوم شمېر چې ورکړل کېږي، او ویل کېږي چې پاکستان ته له ۱۳ تر ۱۵ اربه امریکايي ډالره ورکړل شوي، دا هم ناسم شمېر دی.

د پوځ بیان وايي: ((په پاکستان کې هغه رجحان چې د دې هېواد د ادارو ترمنځ او د ولس ترمنځ بې باوري رامنځ ته کوي، د دې به مخنیوی کېږي او دا رجحان به پای ته رسول کېږي.))

بیان زیاتوي له اوسمهاله ننګونو پر ضد مقاومت او جګړې لپاره دا اړینه ده چې د یوه قام په توګه یووالی خپل کړل شي.

د پوځ د کورکمانډرانو د تېرې ورځ غونډه ۱۳۹ مه هغه ده. د غونډې مشري د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني کړې ده.
XS
SM
MD
LG