د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځي مرستې دې اقتصادي هغو ته واړول شي: د پاکستان پوځ


ګوادر: د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني د بلوچستان په ګوادر کې. د ۲۰۱۱ز کال د اپرېل اتلسمه.
ګوادر: د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني د بلوچستان په ګوادر کې. د ۲۰۱۱ز کال د اپرېل اتلسمه.
رپورټ: مشال راډیو
د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي حکومت ته مشوره ورکوي چې د امریکا لخوا راتلونکې پوځي مرستې دې په اقتصادي هغو کې بدلې کړل شي چې په ولس بار کم شي. د دې ترڅنګ، په بیان کې دا هم ویل شوي چې د شمالي وزیرستان اوسېدونکي دې له خپلې خاورې ټول بهرنیان وباسي.

دا خبرې د پاکستان په راولپېنډۍ کې د پوځ په سر دفتر کې د لوړ پوړو مشرانو په غونډه کې شوې دي. تر دې وروسته د پوځ د عامه اړیکو له دفتره په خپور شوي یوه بیان کې ویل شوي: ((پوځ له امریکا سره د ستراتیژیکي غونډې پر مهال دریځ لرلی وو چې له امریکا راتلونکې پوځي مرستې دې په اقتصادي مرستو کې بدلې کړل شي.)) د ستراتیژیکي خبرو دا غونډه د تېر کال د مارچ په میاشت کې شوې وه.

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو له کارپوه اکرام هوتي وايي د پاکستان د پوځ د بیان دا مانا نه ده اخیستل په کار چې ګواکې دوی امریکا ته ویلي چې په راتلونکې کې دې پوځي مرستې د پاکستان د اقتصادي پرمختګ یا د ولس د پرمختګ لپاره وکارول شي: ((پاکستان ته کوم پوځي امداد چې ورکول کېږي، نو هغه پوځي امداد ورکول کېږي د قرضو په صورت کې. او هغه وي پوځي قرضې، د هغې مطلب دا وي چې وسله، مشینان د پوځ لپاره، سسټمونه، د ټرېننګ څېزونه، دا چې کوم راځي، لکه اوس دولس زره ټوپکې دوی هغه اخیستي دي چې هغه ګوله ولي د غر له پاسه، ها خوا په دښمن باندې. نو د هغې یو یو قیمت چې دی هغه دی چالیس [څلوېښت] میلونه ډالره. نو ایا د دې مطلب دا شو چې دا پیسې دې د اقتصادي ترقۍ لپاره استعمال کړل شي؟ نه!! [دوی امریکا ته وايي چې]پوځي امداد موږ ته تاسو ضرور راکوئ، خو تاسو دا وایاست چې دا د عمومي پاکستان د ترقۍ لپاره وي، [دا] صرف د پروپاګنډه حد پورې[دی].))
راولپېنډۍ: د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېژ کیاني د پوځ په سر دفتر کې د کور کمانډرانو د غونډې د مشرۍ په حال کې. د ۲۰۱۱ز کال د مې پینځمه.

له اکرام هوتي مو وپوښتل چې په اقتصادیاتو کې د پوځي مرستو مانا څه وي؟ د نوموړي په خبره دا مرسته نه وي بلکې پور وي. یواځې د نور پور پرتله فرق یې دا وي چې په دې سود کم وي: ((یو خو تر ډېره مودې پورې [دا قرضې] پرې کولای شي. مثلاً یو ارب ډالره چې دي، هغه به تاسې په پینځو کالونو کې ورکوئ. بل پر دې باندې د سود چې کومه شرح ده هغه به پر ځای د بانک سسټم، څلور یا درې فیصده پر ځای باندې به یو فیصده وي. نو دې ته دوی بیا امداد وايي. ها امداد په دې هم چې اوس له دوی سره [اړین او ضروري] سامان چې کوم پوځیان وايي چې موږ ته په کار دی، او هغه له بل چا نه ملاوېږي نو چونکې دغه سامان دوی ورکوي، دې ته دوی د درې وجوهاتو [پر اساس] امداد وايي حالانکه هغه قرضه وي.))

په پېښور کې د سیاسي و دفاعي چارو کارپوه خادم حسین هم له دې سره موافق نه دی چې ګني پوځ به دا مرستې په اقتصادي مرستو کې بدلې کړي. نوموړی وايي دا په اصولي ډول یو ډېر ښه او خوندور بیان دی، خو په ريښتوني ډول دا د ولس د نظر بدلولو لپاره یو سیاسي بیان دی: ((که تاسې ته یاد شي له ننه یو کال دوه مخکې، بلکې درې کاله مخکې، چې کله سیاسي حکومت د امریکې له بعضو سېنېټرانو سره په ملګرتیا دغه بل تیار کړ چې کیري لوګر بل ورته ویل کېږي. او په هغې کې یې زیاتې مرستې تجویز کړې چې دا دې سېوېلین ادارو د پرمختګ لپاره استعمال کړل شي، نو همدغه آی اېس پي آر چې کوم دا سټېټمنټ [بیان] ورکړی دی په پبلک [په ښکاره، ولس ته] یې دا بیان ورکړی وو چې له دې بل سره موږه اتفاق نه لرو. او بیا یې د میډیا په ذریعه، او اخبارونو په ذریعه، یو لوی سیاسي طوفان د منتخب حکومت پر ضد جوړ کړ. زما خیال دا دی چې د خلکو حافظه دومره کمزورې نه ده. دا خو داسې ښکاري چې یو سیاسي بیان دی.))
میرانشا: په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکو تر برید ورسته د نړیدلې پټنڅای انځور. د پاکستان پوځ ویلي د وزیرستان اوسېدونکي دې بهرنيان وباسي. خادم حسین وايي تر اوسه پوځ په څه نا څه شکل د بهرنیو په دې سیمه کې له موجودیته انکار کړی دی. دا انځور د ۲۰۰۸ز کال د اکتوبر په ۲۳مه اخیستل شوی دی.

د پوځ لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي: ((د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني د شمالي وزیرستان پر زړور ولس غږ کوي چې له خپلې خاورې دې بهرنیان وباسي او خپل برخلیک یا تقدیر دې په خپل لاس کې واخلي.))

خادم حسین وايي جمهوري حکومت سراتیژي جوړوي او بیا پوځ ته وايي چې د خلکو د ساتنې لپاره دې ګامونه واخلي، او بهرني اورپکي دې د عملیاتو له لارې وباسي. نوموړی وايي تر دې مخکې پوځ له دې په څه نا څه ډول انکار کړی وو چې په قبایلي سیمو کې بهرنیان دي او دا سیمې د بهرنیو په لاس کې دي: ((داسې ده چې بهرني هلته ډېر خلک وو او اوس هم شته، له ډېرې زمانې وو او د پاکستان پوځ په مختلفو شکلونو کې له دې حقیقته، تر اوسه پورې، له انکار کولو کوشش کاوه. که دغه شان عامو خلکو ته وویل شي چې، تاسې راپاڅئ او د دغو ټولو خلکو پر ضد جنګ شروع کړئ او بهر یې وولئ یا له خپلې خاورې یې بهر کړئ [نو] زما خیال دی چې دا د خانه جنګۍ غاړې ته اشاره کول دي، یا د خانه جنګۍ غاړې ته خبره بیول دي، او د پوځ چې کومه بنیادي ذمه داري ده چې د حکومت په مرسته، د حکومت په خبره یا د حکومت په حکم دې د خلکو اختیار خلکو ته واپس ورکړي، زما په خیال دا له هغې ذمه وارۍ د ځان خلاسولو لپاره اسان علاج دی.))

د خادم حسین په خبره دا د دولت ذمه داري وي چې خلکو ته تحفظ ورکړي.

د پوځ بیان زیاتوي: ((په پاکستان کې هغه رجحان چې د دې هېواد د ادارو ترمنځ او د ولس ترمنځ بې باوري رامنځ ته کوي، د دې به مخنیوی کېږي او دا رجحان به پای ته رسول کېږي.))
XS
SM
MD
LG