د لاسرسي ځای

تازه خبر

پيښور کې دلاسي ګنډولو نندارتون



بازمحمد عابد پيښور

د پيښور په پرده باغ کې د جون په شپږمه نیټه د پيښور ښار او شاو خوا کلیو څخه د لاسي ګنډولو او کشیده کارۍ ۵۹ مرکزونو د خپل کار نمونې وړاندې کړې.


په دې دستوره کې چې د ښوونځیو، کالجونو او کورنیو په سلګونو میرمنو په کې ګډون کړی و په سلو تنو هنرمندو کاریګرو میرمنو باندې له زده کړې وروسته د فراغت سندونه د خیبر پښتونخواصوبايي سینر وزیر بشیر احمد بلور په لاسونو وویشل شول.

د دې نندارتون په اړه د پيښور ضلعې د میرمنو د لاسي ګڼدولو او کشیده کارۍ د مرکزونو مرستیالې شهناز مشال ریډیو ته وویل،" د پيښور ضلعې د دستکارۍ ټول سېنټرونو دلته د خپلو هغو کارونو نمونې راوړي دي چې د ازموینې په دوران کې یې جوړې کړي. دلته به دوی ته د فراغت سندونه ورکول کیږي. او بله دا چې د دې نندارتون مو یو مقصد دا هم دی چې د دوی د کار نمونې خلک وګوري او په دې پوه شي چې میرمنې هم دې ټولنې ته د خدمت جوګه دي٬٬

د لاسي ګڼدولو د یوه مرکز مشره بینظیر چې د سربند له کلي څخه یې د خپل مرکز د کار نمونې نندارتون ته راوړې وې، مشال ریډیو ته وايي،" موږ په خپل دستکارۍ سنټر کې جینکو ته د لاسي ګنډولو چل ورزده کوو. دنارینه او زنانه له پاره یې جامې ګنډو، د ډیکوریشن څیزونو د جوړولو چل ورزده کوو. موږ ته له بهر خلک رختونه راوړي او موږ یې دلته ورته ګنډو. له حکومته خوشحاله یو چې موږ ته یې دا موقع برابره کړې چې جینکو ته زده کړه ورکړو او خپل ځان ته هم کار وکړو.٬٬

د ندا اعظم په نوم یوه جینۍ چې د جګړا لاسي ګنډولو په مرکز کې یې زده کړې کړې وې وايي چې د لاسي ګنډولو له برکته د کور خرچه اړوي،" زه نن ډیره خوشحاله یم ځکه چې موږ ته نن زموږ د قابلیت سندونه راکړل شو. بل زه زیاته په دې خوشحاله یم چې موږ څلور خویندې یو، ورور نه لرو، او نن موږ د دې لاسي ګنډولو له برکته د خپل کورخرچ پرې کوو او د چا خبره د ورونو کار کوو.٬٬


د دې پروګرام خصوصي میلمه د خیبر پښتونخوا صوبايي سنینیر وزیر بشیر احمد بلور د فراغت د سندونو د ویشلو وروسته مشال ریډیو ته وویل چې د تره ګرۍ په دې دور کې د داسې نندارتونو جوړل خپل ولس ته د امن پیغام ورکول دي.،" زه د حکومت خبره نه کوم چې څه یې کړي دي. زه دا وایم چې زموږ عوامو او امنیتي ادارو د امن په راوستو کې دومره څه کړي دي چې د نن د دستکارۍ دا سنټرونه یې په مثال کې درکولی شم. د دې نندارتون د جوړیدو مقصد دا دی چې عوام ته د امن پیغام ورکوو او دهشګرد ته دا پیغام ورکول غواړو چې تاسو که هر څومره ورانکاري کوۍ هومره به زموږ حوصلې مزبوتیږي. تاسو چې څومره زموږ په کورنو، هسپتالونو، جوماتونو او جنازو باندې بریدونه کوۍ هومره به ورسره د عوامی نفرت سیوا کیږي٬٬

دې زیاتوي چې تر اوسه پورې ۱۴۰۰۰ هنرمندو کاریګرو میرمنو باندې د فراغت سندونه ویشل شوي او د پښتونخوا حکومت په پام کې لري چې دې فارغانو ته د لاسي ګنډولو ټول لوازمات برابر کړي څو دوی وکولای شي چې د ګرانې په دې دور کې د خپلې کورنۍ سره مرستیالې واوسي.
XS
SM
MD
LG