د لاسرسي ځای

تازه خبر

٬٬د مقصد پوره کېدو وروسته دې امریکايي ځواکونه ووځي ٬٬


عبدالحی کاکړ

په داسي حال کې چې په راتلونکې مياشت کې امريکا له اعلان سره سم له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو تیاری نیسی په واشنګتن کې د عسکرو د ایستلو د شمير او څرنګوالي په اړه بحثونه تاوده شوي دي.

د امريکا د ولسمشرۍ پخوانی کانديد جان مکين پر ولسمشر باراک اوبامه ږغ کړی دی چې تر درې زره زيات عسکر دې نه راباسي.

بل طرفته امريکايې ولسمشر باراک اوبامه له خپلو سلا کارانو سره په خبرو اترو بوخت دی چې له افغانستان څخه په لومړي سر کې د پوځيانو د راايستلو په اړه تګلاره جوړه کړي.

په کانګريس کې هم بحث روان دی چې بايد سمدستې څومري پوځيان را و ايستل شي.

ځينی فکر کوي چې د اسامه بن لادن د وژنې وروسته بايد لویه برخه پوځيان را وغوښتل شې خو د ولسمشری د پخواني کانديد جان مکين په شان ځینې سیاستوالان بيا غواړي چې بايد لږ شمير عسکر را و ايستل شي.

جان مکين فاینانشل ټائمز ورځپاڼي ته ويلي چې امريکا له طالبانو سره یو کال نوري جګړي ته اړتيا لري. نوموړي وويل هیله من دی چې په لومړی سر کې به درې زره عسکر راو ایستل شي.


خو بل خوا د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي مشال ريډ يو ته وويل چې د عسکرو د ایستلو شمير او د څرنګوالي پريکړه په امريکا پوري اړه لري خو البته افغان ځواکونه د امنيت ساتنې ذمه واري پر خپله غاړه د اخستلو صلاحيت موندلی دی.

نوموړي زیاته کړه څنګه څنګه چې افغان امنيتي ځواکونه پياوړي کيږي هم په دې رفتار سره به په راتلونکو څو کالو کې امريکايې پوځ د يو پلان له مخي وځي.

ددې ترڅنګ پاکستان هم خپل ځان د افغانستان د شخړي يو مهم لوبغاړی بولي.ددي هيواد مشران دليل ورکوي چې په افغانستان کې د بهرني ځواکونو شتون په دواړو هيوادونو په تيره بيا په پاکستان کې د نا امنیو يو لوی لامل دی.

پوښتنه داده چې په راتلونکې میاشت کې د امريکايې عسکرو د وتلو لړی ته دغه هیواد څنګه ګوري؟ که څه هم په دې لړ کې مو د دې هيواد د بهرنيو چارو وزارت څخه په رسمي دريځ ترلاسه کولو کې د هڅو سربيره بريالي نه شو خو د پاکستان د بهرنيو چارو پخوانی وزير شاه محمود قریشی مشال ريډيو ته وويل چې د افغانستان اوسني شرایط داسې نه دي چې امريکا په لويه پيمانه پوځيان وباسي.

دده په وينا د دوی دريځ دادی چې بايد فیصله زغرده نه بلکه مځکني حقيقت ته په کتو او د ښه سوچ و فکر وروسته وشي.

نوموړي زياته کړه چې زموږ دريځ دادی چې د افغانستان د پوځ او پوليسو لخوا د امنتیي ذمه واريو د سنبهالولو په پوره صلاحيت ترلا سولو کې به وخت لګيږي او دده د ادعا له مخي دا وخت د افغان امنيتي ځواکونو صلاحيت دومره ښه شوی نه دی چې امریکا له هلته څخه په لويه پيمانه عسکر وباسي.

له دې سره سره د پاکستان سیاسي ګوندونه له افغانستان څخه د امريکايې عسکرو د وتلو په اړه ويشلي نظرونه لري.مذهبي ګوندونه د ژر وتلو غوښتنه کوي او پښتون ملت پاله ګوندونه بيا وايې چې امريکا او نور اتحاديان ترهګري په پوره توګه له مینځه وړلو پوري بايد په سيمه کې پاته شي.

د خيبر پښتونخوا د واکمن ګوند عوامي نيشنل پارټی يو مشر هاشم بابر مشال ريډيو سره په خبرو کي هم دې طرفته ته اشاره وکړه.ده وويل ،دوی نه غواړي امريکا بې وخته ووځي بلکه غواړو امريکا او نیټو د ملګرو ملتونو د امنيتي ښورا له پريکړي سره سم دلته د ترهګری د له مینځه وړلو دپاره راغلي دي او دا دوی ذمه واری ده چې دا سيمه نوره له دې لعنت څخه پاکه کړي.٬٬


ورځپاڼه فاننشل ټائمز د چارواکو له خولې وایې چې د عسکرو د را ایستلو په اړه اوبامه انتظاميه په يو شمیر لارو چارو باندي غور کوي.د وایټ هاوس وياند جان کارنې ويلي چې د عسکرو د ر ایستلو رفتار به په مځکنی حالاتو پوري اړه لري.
XS
SM
MD
LG