د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان ته دوزیراعظم له سفره امېدونه




وزیراعظم سیدیوسف رضاګیلاني دجون میاشتي په شپږمه او اوومه نېټه دبلوچستان دوره کړې. که څه هم هغه د دورې په پاي کي له خبري رسنیوسره په خبروکي وویل. دبلوچستان دخلکوداحساس محرومۍ اندازه ورته شته. اوزیاته يې کړه دبلوچستان ځوانانوته به شل زره نوې نوکرۍ ورکړل شي.

خومشرخبریال عبدالکبیرشاکروائي د وزیراعظم ګیلاني په دوره کي داصل ستونزوهیڅ ذکرونه شو،زماپه نظردګیلاني دوره به هیڅ مثبتي اغیزي ونه لري. کومي چي خاص یامهمي ستونزې لکه چي دلته هدفي وژني دي، یادخراب شویومړيوموندل دي په هغوي هیڅ خبره ونه شو. بلکې ذکريې هم ونه شو٬٬

وزیراعظم ګیلاني په خبري غونډه کي وویل په آغازحقوق بلوچستان پيکیج به کار وشي، او زیاته يې کړه په بلوچستان کي به دبجلۍ دلوډشیډنګ په وخت کي په خاصه توګه کموالي کوي.

خوعبدالکبیرشاکروائي تردې مخکي هم د وزیراعظم له خوادبلوچستان پیکیج او بجلۍ په هکله همداسي خبري شوې وې، خودده په ویناهیڅ عمل پرې تردې دمه شوی نه دی
له وزیراعظم ګیلاني سره په دې دوره کي دکورنیوچارو مرکزي وزیررحمان ملک هم وو، نوموړي ویلي چې دبجلۍ په لوډشیډنګ کې به خاص کموالۍ کېږي خو که وکتل شي نو په لروپرتوسیموکي دلوډشيډنګ وخت زیات شوی دی

او په بلوچستان کې د خبریالانو دیوې اتحادیې د مشر عیسي ترین په خبره دوزیرعظم ګیلاني دا دوره يوازې او یوازې دخبرو دوره وه. کومي خبري چي يې دلته وکړې هغه چي اسلام اباد ته لاړشي بیايې هیرې وي.

د ویلووړ ده چي وزیراعظم سیدیوسف رضاګیلاني دبلوچستان دوره په داسي وخت کي کړې، چي په دې صوبه کي دناامنۍ په پېښوکي دپخواپه پرتله څوچنده زیاتوالی شوی دی.
XS
SM
MD
LG