د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما به په افغانستان کې د پوځونو کمولو فیصله ژر وکړي



د امریکا سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر باراک اوباما ښايي ژر دا پرېکړه وکړي چې له افغانستانه به څومره امریکايي سرتېري د جولای د میاشتې له پیله را وباسي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارنې ویلي اوباما اراده لري چې له افغانستانه د ځمکنیو حالاتو په اساس په ريښتیني یا ځانګړي ډول امریکايي سرتېري وباسي.

کارنې وویل د سرتېرو د شمېر په ترځ کې تر اوسه څه پرېکړه نه ده شوې. هغه وویل اوباما انتظار کوي چې د امریکا د پوځي قوماندانانو مشوره واوري.

په افغانستان کې دا مهال شا و خوا یو لک امریکايي سرتېري ځای پر ځای دي. امریکا او ناټو پلان لري چې تر ۲۰۱۴ز کال تر پایه خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي او د هېواد ټولې امنیتي چارې افغان حکومت ته وسپاري.

چارواکي وايي سبا به اوباما د ویډیوي غونډې له لارې په دې موضوع له افغان ولسمشر حامد کرزي سره خبرې وکړي. د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته پر اوباما غږ شوی دی چې له افغانستانه دې ډېر زیات سرتېري وباسي.
XS
SM
MD
LG