د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشکوکو ترهګرو سرغنه الیاس کشمیري د وژلوادعا





پاکستان د رسنیو تر مخه د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک ويلي په امریکایی ډرون برید کې د القاعده یو مهم مشر د الیاس کشمیري په وژنه 98 فیصده باوري دی

د رویټرز خبري اژانس تر مخه د امریکا د ملي امنیت یو چارواکي ويلي د دې خبر تصدیق تر دې دمه نه شي کولې، بلخوا یو بل امریکایي چارواکي ویلي چې دا خبر له شکه ډک دې.


د اورپکو دغه اووه څلوېښت کلن مشر په پاکستان کې د القاعده ۵ مطلوبو مشرانو کې یو و. چې په ۲۰۰۹ م کال کې یې د وژل کېدلو نا سم رپورټ ورکړل شوی وو.


په ۱۹۹۰ م کال کې الیاس کشميري په افغانستان او کشمير کې د جهادي جنګیالو سره یو ځای شوي و.

پر هغه تور دی چې په پاکستان کې امنيتي ځواکونه په نښه کولو لپاره د پلانونو جوړونکی وو.

د هند چارواکي دی په ۲۰۰۸م کال کې د ممبي ترهګرو بریدونو کې ککړ بولي. چې پکې ۱۶۰ وژل شوي وو.

د کشمیري وژل کېدل به د امریکا لپاره د اسامه بن لادن د وژل کېدلو وروسته یوه بله مهمه بریا وي. اسامه بن لادن په دویم مۍ په ایبټ آباد کې وژل شوی وو.
XS
SM
MD
LG